کابل د سولې په اړه له ملا امامانو مشورې غواړي

د افغانستان علماء
Image caption د افغانستان حکومت د هېواد له بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۰۰ ملا امامان کابل ته ورغوښتي، چې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په تړاو له هغوی سره سلا مشورې وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزرات، چې د دغه سمينار له سنبالوونکو یو دی، وايي دا چې ملا امامان د خلکو او مخالفینو ترمنځ نفوذ لري، په ښه توګه د دولت او مخالفو وسله والو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هوارولی شي.

د دغه سمینار يو شمېر ګډونوال وايي که څه هم د وسله والو لخوا ګواښونه شته، خو په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره دوی دې کار ته چمتو دي.

د حکومت له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې یوه داسې مساله ده چې کابو دوه کلونو راهیسې يې په اړه هلې ځلې کېږي.

خو په کابل کې د سولې تر ملي مشورتي جرګې وروسته دې مسالې ته د حکومت جدي پام اوښتی دی .

د کابل د سولې په جرګه کې پرېکړه وشوه، چې له هېڅ قید او شرط پرته دې د دولت د وسله والو مخالفینو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي.

په همدې تړاو کې د جرګې د پرېکړو د عملي کېدو په لړ کې افغان ولسمشر د يو شمېر هغو بندیانو د خوشي کولو او د هغوی د دوسیو د څېړلو امر وکړ، چې د ناسمو رپوټونو له مخې نيول شوي او د هېواد زندانونو ته ټېل وهل شوي دي.

داسې ښکاري چې افغان دولتي چارواکي اوس غواړي د سولې د ملي مشورتي جرګې د عملي کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په همدې تړاو د ملګرو ملتونو له تور لېسته د ځينو طالب مشرانو نومونه هم وایستل شول.

خو ځينې سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې ملګري ملتونه يوازې د هغو کسانو نومونه له تور لېسته وباسي، چې يا مړه شوي او یا هم وړاندې له افغان دولت سره يوځای شوي دي.

د افغانستان حکومت د هېواد له بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۰۰ ملا امامان کابل ته ورغوښتي، چې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په تړاو له هغوی سره سلا مشورې وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت يو چارواکی مرتضی حامد وايي دې ته په پام سره چې ملا امامان د خلکو او وسله والو ترمنځ نفوذ لري، دوی له حکومت سره د سولې په پروګرام کې ډېره همکاري کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسلو والو مخالفینو، په ځانګړې توګه وسله والو طالبانو د افغانستان له دولت سره خبرې رد کړې او لومړی شرط يې دا دی چې له هېواده دې بهرني ځواکونه ووځي.

بل خوا په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو لخوا ګڼ قومي مشران او ملا امامان وژل شوي.

خو له ولایتونو کابل ته ځينې ورغلي امامان وايي له وسله والو سره اړيکي لري، او په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره دې کار ته چمتو دي.

طالبان زموږ بچیان

د هلمند ولایت يو ديني عالم مولوي مختار احمد حقاني وايي :

Image caption د سولې ملي مشورتي جرګې پرېکړه وکړه، چې د وسله والو مخالفینو مشران دې د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي.

"ګڼ طالبان زموږ شاګردان او يا بچیان دي. ځينې نور بیا د طالبانو د پخواني رژيم چارواکي دي چې اوسمهال پاکستان کې دي او له القاعدې سره اړيکې لري. دوی د بېلابېلو دلایلو له مخې له حکومته خوابدي دي، اوس شاید ملایان د طالبانو له دغو دوو ډلو سره خبرې وکړي. خو دوی د خپل ځان تضمین غواړي. دوی وايي که چېرې وسلې کېږدي، نو زندانیان به شي، د امنیت شورا په څېر يو باوري سازمان باید د دوی تضمین وکړي. "

په کابل کې راغونډ شوي امامان د افغانستان پر اوسني نظام نيوکې لري.

دوی وايي دولت د اخلاقي او اداري فساد او د اسلام خلاف کړنو په مخنيوي کې پاتې راغلی، بلکې د دوی په وینا ورڅ تر بلې ډېرېږي.

د دوی په وینا، حکومت باید له مخالفینو سره د خبرو ترڅنګ له فساد سره مبارزه هم چټکه کړي.

د ملا امامانو دا سمینار تر دوشنبې پورې دوام لري، چې ښايي په پای کې يو پرېکړه لیک هم خپور کړي.

ورته مطالب