بدخشان: د وژل شوو بهرنیانو موټرچلوونکی نيول شوی

بدخشان
Image caption د عامې روغتيا وزارت پر امنيتي ادارو هم غږ کړی چې د پېښې عاملين ونيسي.

افغان پوليسو په بدخشان کې د وژل شويو روغتيايي کارکوونکو د کاروان يو موټر چلوونکو نيولی دی

افغان پوليسو په بدخشان کې د وژل شويو روغتيايي کارکوونکو د کاروان يو موټر چلوونکو نيولی دی .

دغه لس کسه چې اته يې بهرنيان او دوه افغان ترجمانان ول په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې ووژل شول.

ځايي چارواکي وسلوال غله په پېښه کې ښکېل ګڼي په داسې حال کې چې وسلوالو مخالفينو لا له وړاندې د پېښې مسوليت منلی دی .

پوليسو په بدخشان ولايت کې د ای اې ايم نړيوالې روغتيايي ټولنې يو موټر چلوونکی ددې لپاره نيولی چې د دغې ټولنې کارکوونکو د وژنې په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

ځايي پوليس وايي پر دغه سړي شک کېږي له هغو وسلوالو سره به يې مرسته کړې چې روغتيايي کاروونکو ته په څو کې ناست ول او اته بهرنيان او دوه افغان ژباړنان يې ووژل .

دغه موټر چلوونکی چې له بريده وروسته پټ شوی و، د پوليسو تر پلټنې وروسته ونيول شو. وژل شوي کسان د طبي پلټنو لپاره په چورلکه کې کابل ته رالېږدول شوي دي.

په وژل شويو بهرنيانو کې شپږ امريکايان، يو بريتانيايی ، يو جرمنی او دوه افغانان دي .

که څه هم ځايي چارواکي وسلوال غله په پېښه کې ښکېل ګڼي خو اسلامي حزب او وسلولو طالبانو دواړو يې پړه پرغاړه اخيستې ده .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د يوې ويناپاڼې په تر څ کې دغه پېښه کلکه غندلې او له ښکېلو اړخونو يې غوښتي چې روغتيايي کارکوونکي خپل کار ته پرېږدي .

د عامې روغتيا وزارت پر امنيتي ادارو هم غږ کړی چې د پېښې عاملين ونيسي.

ورته مطالب