ناټو: د نوي تاکتيک له مخې به ملکي تلفات لږ شي

ناټو
Image caption په تيرو ٩ کلونو کې دا ستونزه يوه حساسه نړيواله مسله وه چې په وار وار ولسمشر حامد کرزي پر نړيوالو ځواکونو له دې اړخه کلکې نيوکې کړي ، او پرافغان حکومت د خلکو باور ته زيان اوښتى.

ناټو وايي د جنگ د نوي تاکتيکي لارښود مهم ټکى يې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مخنيوى دى.

د تاکتيکي لارښود بل مهم ټکى د افغان او نړيوالو ځواکونو تر منځ د همغږۍ پياوړي کول او له دې لارې د وسله والو ماتول دي.

ناټو په دې باور ده چې ددغې موخې په تر لاسه کيدو به يې په دغه هيواد کې ما موريت پياوړى شي.

دا لارښود په داسې حال کې اعلانيږي چې په تيرو لسو ورځو کې تر پنځو سو ډير ملکي وگړي د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې ووژل شول.

د ناټو د جنگي تاکتيک نوي لارښود چې د غير پوځيانو ژوند ته د کلک پام کولو سپارښتنه پکې شوي دافغان حکومت او عادي افغانانو لپاره په زړه پورې خبر دى.

نا ټو تل ويلي په جگړه کې د ولسي وگړو ژوند ته پام ددوى اصلي موخه ده ، خو دغې موخې ته د رسيدو لپاره له يوه سره په افغانستان کې له وسله والو سره د جگړې تاکتيک ته د بدلون ورکول له هره اړخه خورا مهم بلل کيږي.

د ناټو پوځ وياند جنرال جوزف بلاټزوايي د جنرال ډيويډ پيټريوس مهم پيغام دادى چې په جگړه کې بايد د ملکيانو ژوند ته پام دوه برابره شي:

((له تاکتيکي لارښود څخه موخه داده چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو په ماتولو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو څخه په همغږي توگه ښه گټه پورته شي. په روښانه توگه وايم چې دا لارښود هغو انديښنو ته ځواب دى چې د ملکي تلفاتو په اړه د ايساف د ځواکونو د ژمنې د نه پوره کيدو په اړه را پورته شوي. د جنرال پيټريوس مهم پيغام دادى چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو ، ځکه چې د هر غير پوځي وژل کيدل زموږ موخې ضعيفه کوي .))

په افغانستان کې د ناټو د پوځي قومندان په توگه د جنرال پيټريوس د کار له پيل سره سم دغه جنرال له وسله والو مخالفينو سره دمقابلې په برخه کې د نړيوالو ځواکونو د چال چلند په بدلون ټينگار درلود.

د جگړې دنوي تاکتيکي لارښود له په ډاگه کيدو يوه اونۍ وړاندې د ښاغلي پيټريوس تر واک لاندې ناټو ځواکونو له ترهگرۍ سره د مبارزې لارښود اعلام کړ. تمه داسې ده چې په دې سره په افغانستان کې د جگړې له کبله دعامو افغانانو مرگ ژوبله کمه شي . د تاکتيکي لارښود بل مهم ټکى پر وسله والو مخالفينود بري او دهغوى د واک د کابو کولو په موخه دافغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د همغږى ډيرول دي .

ښاغلي بلاټز په ډاگه کړه چې په قوي باورد طالبانو مشر ملا محمد عمربه له پاکستانه خپلې چارې سمبالوي: ((د ايساف له انده دا ډيره روښانه ده مو ږ باور لرو چې ملاعمر تښتيدلى . په ډير باور سره هغه په پاکستان کې دى او د بهرنيو سر تيرو سره د جگړې لپاره له پولې ديخوا خپل کسان را استوي . موږ ايساف ، افغانم او پاکستانيو ځواکونو په گډه په دغه برخه کې پرمختگونه لرل او هڅه مو کړې چې د پولې په دواړو غاړو کې د دښمن د را تلو مخه ونيسو. ))

د ناټو د جنگ د تاکتيک نوى لارښود پر داسې مهال اعلانيږي چې په تيرو لسو ورځو کې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې تر پنځو سو ډير ملکي افغانان ددغو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ووژل شول.

په تيرو ٩ کلونو کې دا ستونزه يوه حساسه نړيواله مسله وه چې په وار وار ولسمشر حامد کرزي پر نړيوالو ځواکونو له دې اړخه کلکې نيوکې کړي ، او پرافغان حکومت د خلکو باور ته زيان اوښتى.

ورته مطالب