د بګرام له زندان نه ۲۰ بندیان خوشي شول

زندان
Image caption د تېرې جولای میاشتې پر ۱۳مه هم د افغانستان له زندانونو ۲۸ او د همدې میاشتې پر ۲۶مه بیا د هېواد له بېلابېلو زندانونو نژدې ۱۰۰ افغان بندیان خوشي شول.

د افغانستان له بګرام زندان نه ۲۰ افغان زندانیان خوشي شول.

دغه بندیان د اسد/زمري پر ۱۷مه د افغانستان د لويې څارنوالۍ له هلو ځلو وروسته خوشي او خپلو کوورنو ته استول شوي دي.

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو ویلي د ځينو خوشي شوو بندیانو دوسیې وڅېړل شوې، چې کوم جرمونه نه وو ورباندې ثابت شوي.

نوموړي وویل چې دې لړۍ ته به دوام ورکوي چې د نورو هغو بندیانو دوسیې هم وڅېړل شي، چې دا مهال د افغانستان په زندانو کې دي .

لوی څارنوال وویل د ځينو بندیانو د توقیف موده پوره وه او یوشمېر نور بیا د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړې سره سم خوشي شول.

د تېرې جولای میاشتې پر ۱۳مه هم د افغانستان له زندانونو ۲۸ او د همدې میاشتې پر ۲۶مه بیا د هېواد له بېلابېلو زندانونو نژدې ۱۰۰ افغان بندیان خوشي شول.

په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې پرېکړه وکړه، چې د وسله والو طالبانو مشران دې له تور لېسته وایستل شي او د بندیانو دوسیې دې وڅېړل شي.

په همدې لړ کې ولسمشر کرزي د يوه فرمان له مخې د هېواد امنيتي ارګانونو ته امر وکړ د هغو بندیانو دوسيې وڅېړي چې د ناسمو رپوټونو له مخې بندیان شوي دي.

ورته مطالب