بادغيس: طالبانو د 'ناروا جنسي اړيکو' په تور ښځه اعدام کړه

ښځې
Image caption رپوټونه وايي لومړی طالبانو دا ښځه په درو وهلې او بیا يې ويشتلې ده.

د افغانستان په شمال لوېديځ بادغيس ولايت کې وسله والو طالبانو يوه ۴۸ کلنه ښځه په عام محضر کې د ناروا جنسي اړيکو په تور اعدام کړې ده.

ځايي چارواکي وايي طالبانو لومړی دغه ښځه د خلکو پر وړاندې ۲۰۰ درې ووهله او وروسته يې په ډزو ووژله.

دوی وايي د ښځې مېړه څو کاله وړاندې مړ شوی وو.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون پرته له قانوني محکمې د طالبانو له لوري د دغې ښځې اعدامول غندلي او دا يې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

خوهغه کس چې له دغې ښځې سره يې جنسي اړېکې لرلې د بادغیس د چارواکو په وينا د طالبانو له لوري تر نيول کېدو وروسته خوشې شوی او دا مهال په ايران کې دی.

چارواکي وايي اعدام شوې ښځې ماشوم درلود او تر اعدام څو ورځې واندې يې د نامالومو لاملونو له کبله سقط يا زیان کړ.

د دغه ولايت د امنيت امر عبدالجبار وايي د طالبانو په بند کې تر څو ورځو تېرولو وروسته بلاخره د دوی له لوري پر دغې ښځې تېره ورځ د اعدام حکم وشو:

''دغه ۴۸ کلنه کونډه ښځه له يوه سړي سره خبره جوړوي، چې واده به ورسره وکړي، خو بالاخره دا ښځه له دې سړي څخه حمل اخلي او بیا د پيسو او يا له کومې بلې لارې دا سړی تښتي او د رپوټونو پر بنسټ دا سړی دا مهال په ایران کې دی، خو ښځه توقيف کېږي، دا ښځه د اسد/زمري میاشتې پر ۱۷مه نېټه تر ۲۰۰ ډېرې دُرې وهل کېږي او بیا د ملا یوسف په نامه د یوه سړي لخوا د تومانچې په ډزو ویشتل کېږي او مري.''

Image caption سیما سمر: ''په هر صورت داسې يو عمل ناقانوني بڼه لري او له بشري حقونو سرغړونه ده، که چېرې دا ښځه تورنه وي، موږ محاکم لرو هرڅوک قضاوت نه شي کولی.''

پېښه د بادغيس ولايت د قادس خوردک په سيمه کې شوې چې د هرات او بادغيس ترمنځ ګډه پوله لري . دا هغه سيمه ده چې د امنيت ولايتي امر وايي حکومت پرې واک نه لري او له همدې امله يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي:

''دا يوه غرنۍ سیمه ده چې زموږ له کنټروله تقریباً لږ ليرې دی، هلته موږ کوم خاص ځواکونه نه درلودل.''

دی وايي د اعدام شوې ښځې جسد يې د خلکو او مخورو په همکارۍ د حکومت تر ولکې لاندې سيمې ته له وړلو وروسته خاورو ته سپارلی.

دې ته په خپل لومړي غبرګون کې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون مشرې سيما سمر دا يو ناقانونه عمل او له بشري حقونو نه ښکاره سرغړونه وبلله:

''په هر صورت داسې يو عمل ناقانوني بڼه لري او له بشري حقونو سرغړونه ده، که چېرې دا ښځه تورنه وي، موږ محاکم لرو هرڅوک قضاوت نه شي کولی.''

د بادغيس ولايتي چارواکي وايي د مرکزي حکومت له لوري ورته وېل شوي چې نن په هغه سيمه کې عمليات وکړي چې دغه اعدام په کې شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان ښځې اعداموي. دوی څلور کاله مخکې د زابل په ولايت کې هم يوه ښځه بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسی په تور په ډزو وژلې وه.

ورته مطالب