لاریون: ایران د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

کابل کې د مخکني لاریون عکس ګورﺉ
Image caption لاريون کوونکو خلکو ته يوه شکايت پاڼه ښووله چې په وينا يې گواکې د ايران سفير د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته سپارلي ده په دغه شکايت پاڼه کې غوښتل شوي دي چې د ولسي جرگې د غړي او د پارلمان د يوه تن نوماند نجيب الله کابلي نوم د نوماندانو له نوملړه وباسي.

په کابل کې شاوخوا ۲۰۰ تنو لاریون کوونکو پر ایران تور ولګاوه، چې د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

لاريون کوونکو ويل په کابل کې د ايران سفارت د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته داسې شکايت سپارلى چې په کې د نوماندانو له نوملړه د يوه تن نوماند نجيب الله کابلي د نوم د لرې کولو غوښتنه شوې ده.

نجيب الله کابلى دا چاره د ديپلوماسۍ سره په ټکر کې وبلله،او ويې ويل چې دا د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې مانا لري.

بله غاړه د ټاکنو د شکايتونو کميسيون وايي هره سرچينه کورنۍ وي که بهرنۍ دا حق لري چې د يوه نوماند پر وړاندې شکايت وکړي.

نن په کابل ښار کې شاوخوا دوه سوه کسان واټونو ته راووتل او د هغه څه په وړاندې يې تاوده شعارونه ورکړل چې د ايران له خوا يې د افغانستان د ولسي جرگې په ټاکنو کې لاسوهنه بلله.

لاريون کوونکو خلکو ته يوه شکايت پاڼه ښووله چې په وينا يې گواکې د ايران سفير د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته سپارلي ده په دغه شکايت پاڼه کې غوښتل شوي دي چې د ولسي جرگې د غړي او د پارلمان د يوه تن نوماند نجيب الله کابلي نوم د نوماندانو له نوملړه وباسي.

Image caption هر بنسټ او دولت کولاى شي چې د ټاکنو د شکايتونو کميسیون ته شکايت پاڼه واستول شي، موږ داسې سرچينه يو که هر څوک شکايت راوسپاري، شکايت پټ ساتو.

نجيب الله کابلي بي بي سي ته وويل پلويانو يې ځکه لاريون وکړ چې ايران د افغانستان په ټاکنو او کورينو چارو کې بربنډه لاسوهنه کوي:

((د ايران د سفارت دغه کړنه يې وغندله او له افغان حکومت او ملگرو ملتونو يې وغوښتل چې د ايرانيانو او په ځانگړي ډول ددغه هيواد د سفير لاسوهنو ته د پاى ټکى کيږدي او د افغانستان د ولسي جرگې په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي ځکه چې موږ د کمپاين په حال کې يو،يوازې ايران نه دى بلکې ايران نور خلک هم هڅولي دي چې زما په ضد شکايتونه وکړي.))

بله غاړه د ټاکنو د شکايتونو کميسون وايي چې د نجيب الله کابلي نوم له نوملړه نه دې ويستى خو هر بنسټ کورنى وي که بهرنى کولاى شي چې د يوه نوماند پر وړاندې شکايت وکړي.

ددغه کمیسیون وياند ضياء رفعت بي بي سي ته وویل:

پټ شکایت

((هر بنسټ او دولت کولاى شي چې د ټاکنو د شکايتونو کميسیون ته شکايت پاڼه واستول شي، موږ داسې سرچينه يو که هر څوک شکايت راوسپاري، شکايت پټ ساتو، خو که بل څوک يې افشا کول وغواړي له موږ سره هيڅ راز تړاو نه لري.))

نجيب الله کابلى په افغانستان کې د ايران يو تر ټولو لوى نيوکه کونکى بلل کيږي،چې تر دې مخکې يې هم په ايران کې د افغانانو د اعدام او د هلمند د اوبو د ستونزې په اړه په کابل کې ايران ضد لاريونونه سنبال کړي وو.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د نجيب الله کابلي امروز نومې تلويزون هم په دې تور د افغان حکومت له خوا وتړل شو چې گواکې د مذهبي او توکميزو توپيرونو سپرغيو ته لمن وهي هغه مهال هم ښاغلي کابلي ويلي وو چې تلويزون يې د ايران او ددغه هيواد د پلويانو د فشار په پايله کې تړل شوې دى.

د ايران حکومت او په افغانستان کې د ايران سفارت تر دې مهاله پر دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

ورته مطالب