د ۱۰ وژل شوو مرستندویه کارکوونکو ژوند ته لنډه کتنه

۲۴ کلن جاوېد بیا د پنجشېر اوسېدونکی و، چې بهرنیانو ته يې پخلی کاوه .

د نړیوالو مرستو مامورین يانې IAM د ۱۲ کارکوونکو ډله د افغانستان له پلازمېنې کابل د نورستان يوې غرنۍ سیمې ته د ګرځنده روغتیايي خدمتونو لپاره د نور په نامه له کلینیک سره وخوځېده.

د روانې اګست میاشتې پر پنځمه نېټه د نورستان په ځنګلوري ولایت بدخشان کې د يوه کمين په پایله کې د دغې ډلې لس غړي ووژل شول.

دوی داسې مهال له کمین سره مخامخ شول، چې بېرته کابل ته د ستنېدو په حال کې وو.

وژل شوو ته ځغلنده کتنه

ټام لیتل اودینمار

ددغې ډلې مشر د امریکا د نيویارک اوسېدونکی ټام ليټل او له پخوا راهیسې يې د نړیوالو مرستو د مامورینو په دغه ټولنه کې ګاډی چلاوه، چې له ۱۹۷۰ لسیزې راپدېخوا يې افغانستان کې کار کاوه.

نوموړي په دري ژبه خبرې کولای شوې او په کابل کې يې د خپل ماموریت پرمهال درې لوڼې هم پيدا وې .

د IAM مشر ډيرک فرانس وايي هغه يو نه بدلېدونکی شخصیت و.

د وژل شوو عکسونه

  • چیرلي بیکټ ۳۲ کلنه وه .
    چیرلي بیکټ ۳۲ کلنه وه .
  • ۲۵ کلن بریان کارډریلي د امریکا د ويرجينیا ایالت اوسېدونکی و.
    ۲۵ کلن بریان کارډریلي د امریکا د ويرجينیا ایالت اوسېدونکی و.
  •  دانیله بییر د جرمني اوسېدونکې وه، چې په روسي، انګلیسي، جرمني ، پښتو او دري ژبو یې خبرې کولې.
    دانیله بییر د جرمني اوسېدونکې وه، چې په روسي، انګلیسي، جرمني ، پښتو او دري ژبو یې خبرې کولې.
  • ۴۰ کلن ګلن لپ بیا د پنسلوانیا د لانکسټر اوسېدونکی و
    ۴۰ کلن ګلن لپ بیا د پنسلوانیا د لانکسټر اوسېدونکی و
  • ۲۴ کلن جاوېد بیا د پنجشېر اوسېدونکی و، چې بهرنیانو ته يې پخلی کاوه .
    ۲۴ کلن جاوېد بیا د پنجشېر اوسېدونکی و، چې بهرنیانو ته يې پخلی کاوه .
  • ۵۰ کلن مهرم علي بیا د میدان وردګو ولایت و، چې په کابل کې يې د نور روغتون د ساتونکي په توګه کار کاوه .
    ۵۰ کلن مهرم علي بیا د میدان وردګو ولایت و، چې په کابل کې يې د نور روغتون د ساتونکي په توګه کار کاوه .
  • ټام لیتل له ۱۹۷۰ لسیزې راپدېخوا يې افغانستان کې کار کاوه.
    ټام لیتل له ۱۹۷۰ لسیزې راپدېخوا يې افغانستان کې کار کاوه.
  • ۶۳ کلن دان تيري په ۱۹۷۱ کال کې افغانستان ته راغلی و. هغه او ښځه يې تر ۱۹۸۰ کال پورې افغانستان کې ول،
    ۶۳ کلن دان تيري په ۱۹۷۱ کال کې افغانستان ته راغلی و. هغه او ښځه يې تر ۱۹۸۰ کال پورې افغانستان کې ول،

۶۱ کلن لیتل د نور په نامه د سترګو د درملنې د روغتون د کارکوونکو ترمنځ د زړه سواندي (ښاغلي ټام) په نامه شهرت درلود.

نوموړي هوډ کړی و، چې نورستان ته په سفر کې يو شمېر کارکوونکي سفر ورسره وکړي.

کرن وو

۳۶ کلنه ډاکټر کرن وو بیا هغه يوازېنۍ برتانوۍ ماموره وه، چې په دغه لس کسیزه ډله کې ووژل شوه.

هغې په لندن کې خپل شخصي کلینیک درلود، هغه ځای يې پرېښود او افغانستان کې يې کار پيل کړ.

کرن وو

کرن وو د عمومي جراحۍ يوه ډاکټره وه، چې غوښتل يې د نورستان په ليرو پرتو سیمو کې افغان مییندو ته ځان ورسوي او د هغوی درملنه وکړي.

د هغې ملګري وايي هغې هوډ کړی و، چې په راتلونکو څو اوونیو کې واده وکړي.

د هغې کورنۍ په يوه ونياپاڼه کې ويلي : ((هغه انساني کارونو ته ډېره لېواله وه، هغې کومه سیاسي او يا ديني اجنډا نه درلوده، بلکې ټول پام يې پر انساني مرستو ور ټول و.))

هغه د عمومي جراحۍ يوه ډاکټره وه، چې غوښتل يې د نورستان په ليرو پرتو سیمو کې افغان مییندو ته ځان ورسوي او د هغوی درملنه وکړي.

ګلن لپ

۴۰ کلن ګلن لپ بیا د پنسلوانیا د لانکسټر اوسېدونکی و.

نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان ته د يوه لنډ ماموریت لپاره راغلی و، خو هوډ يې وکړ، چې نور هم پاتې شي او د IAM د اجراييوي مرستیال په توګه کار وکړي.

ښاغلی لپ د سترګو په برخه کې ولایتي پروګرام منیجر هم و. ده به ويل چې : ((غواړم په درناوي او مینه د خلکو درملنه وکړم.))

هغه په افغانستان کې د سترګو په برخه کې د ګرځنده ډاکټرانو د سفرونو مسؤول و.

توماس ګرامز

۵۱ کلن ډاکټر توماس ګرامز د کولوراډو دیورانګو د غاښو د څانګې مرکز پرېښود، چې له هغه وروسته یې څلور کاله مخکې افغانستان او نيپال کې د بې وزله ماشومانو د غاښونو د درملنې په څانګه کې کار کړی.

د هغه دوه ګونی ورور تیم وايي ګرامز مذهبي تبلیغات نه خپرول.

دان تیري

۶۳ کلن دان تيري بیا په ۱۹۷۱ کال کې افغانستان ته راغلی و. هغه او ښځه يې تر ۱۹۸۰ کالل پورې افغانستان کې ول، چې درې لوڼې هم پيدا شوې.

هغه هڅه کوله چې د مرستندویه ټولنو او حکومت ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي، چې له ليرې بې وزله سیمو سره مرسته وکړي.

چيرلي بیکټ

۳۲ کلنه چیرلي بیکټ بیا له تېرو شپږو کلونو راهیسې افغانستان کې وه، چې د خوړو د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې يې کار کاوه .

دانیله بییر

۳۵ کلن دانیله بییر بیا د جرمني اوسېدونکې وه، چې په ژبپوهنه او ژباړه کې يې کار کړی و، هغه په جرمني، انګلیسي او روسي ژبو روانې خبرې کولې، په دري هم پوهېده او د پښتو ژبې زده کولو ته يې ملا تړلې وه.

نوموړې له IAM سره له ۲۰۰۷ کال راهیسې د ژبپوهنې د تحقیقاتو په برخه کې کار کاوه ، چې په دې وروستیو کې د سترګو د درملنې له ډلې سره يوځای شوه .

هغې به د ناروغو افغان مېرمنو خبرې ژباړلې.

بریان کاردريلي

۲۵ کلن بریان کارډریلي بیا د امریکا د ویرجينيا ایالت و، چې له IAM سره يې د ازاد ويديو ګرافر په توګه کار کاوه .

هغه په ۲۰۰۹ کال کې له جيمز مدیسن پوهنتون څخه فارغ شوی و .

محرم علي

۵۰ کلن محرم علي بیا د میدان وردګو ولایت و، چې په کابل کې يې د نور روغتون د ساتونکي په توګه کار کاوه .

له نوموړي يوه ښځه او درې ماشومان پاتې دي.

جاوېد

۲۴ کلن جاوېد بیا د پنجشېر اوسېدونکی و، چې بهرنیانو ته يې پخلی کاوه .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .