'طالبان او تندلارې ډلې د جنګي جنایتونو په تور محاکمه کړﺉ'

وسله وال
Image caption د بښنې د نړيوال سازمان د ا سيا د برخې مشر سام ظريفي وايي طالبان او نور وسلوال د ولسي خلکو په سيستماتيکه وژنه کې ډېر بې پروا دي .

د بښنې نړيوالې ټولنې ويلي د ولسي خلکو د وژنې له امله بايد له طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه پلټنې او عدلي څېړنې وشي.

دغې ټولنې له هغه وروسته خپل غبرګون په ډاګه کړی چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يونما ويلي په تېرو شپږو مياشتو کې دغلته د ولسي وگړو مرگ ژوبله د تېر کال په پرتله په سلو کې 31 لوړه شوې ده .

د ملگرو ملتو ځانگړي استازي سټيفن ديميستورا له دې امله د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ په افغان جګړه کې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي .

د ولسي افغانانو د وژنې په تړاو د ملګرو ملتونو له خپرو شويو شمېرو وروسته د بښنې نړيوال سازمان هم خپل غبرګون په ډاګه کړی دی .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ يوناما په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي په دغه هېواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د 2010 کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله په سلو کې يو دېرش لوړه شوې ده.

په راپور کې راغلي ولسي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله دطالبانو او نورو وسلوالو په بريدونو او چاودنو کې ور اوښتې ده .

ملګرو ملتونو ويلي د 2010 کال په لومړۍ نيمايي کې د طالبانو او نورو وسلوالو له لوري د ولسي خلکو د اعدامونو او وژنو کچه په سلو کې 95 لوړه شوې چې تېر کال په همدومره وخت کې 183 وژنې شوې وې .

د دغې ټولنې د وينا له مخې وژل شوي کسان ډېری د حکومت پر ملاتړ تورن ول.

د بښنې د نړيوال سازمان د ا سيا د برخې مشر سام ظريفي وايي طالبان او نور وسلوال د ولسي خلکو په سيستماتيکه وژنه کې ډېر بې پروا دي .

Image caption مخکې جنرال پيټرېیاس ويلي دوی به هڅه وکړي چې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه هومره راکمه کړي چې څومره شونې وي .

د ده په وينا د ولسي خلکو په نښه کول جنګي جنايت دی.سام ظريفي وايي افغانان کولای شي د محاکمې غوښتنه وکړي ، دغه راز حق لري چې د خپلو زيانونو ځواب او تاوان وغواړي.

نوموړي زياته کړه په افغانستان د عدالت عملي سيسټم نشته ، له همدې امله بايد افغان حکومت د جرمونو له نړيوالې محکمې څخه وغواړي چې په افغانستان کې د جنګي او بشري ضد جرمونو پلټنه وکړي چې شونې ده د جګړې ټولې ښکېلې غاړې پکې لاس ولري .

له بلې خوا په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي د ولسي خلکو د زيانونو د کمولو هڅې به روانې وساتي .دغو ځواکونو د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو وروستي خپاره شوي راپور ته په يوه ويناپاڼه کې غبرګون ښوولی دی .

ويناپاڼې ويلي په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر لوړ روانه ده خو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېياس خپلو ځواکونو ته د جګړې په لارښود کې ويلي چې د ولسي افغانانو د ژوند او ساتنې لپاره دې هڅې وکړي .

ويناپاڼې د جنرال پيټرېیاس له خولې ويلي دوی به هڅه وکړي چې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه هومره راکمه کړي چې څومره شونې وي .

ورته مطالب