ناټو په وردګو ولايت کې د وسلوالو د وژنې ادعا کوي

ناټو ځواکونه
Image caption د ناټو ځواکونو له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې د وژل شويو کسانو شمېره نه ده په ډاګه شوې.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي له افغان ځواکونو سره په ګډو چاڼيزو عملياتو کې يې د مېدان وردګو په ولايت کې زيات شمېر وسله وال کسان وژلي دي.

ناټو ځواکونو د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د يوه ځايي قومندان په ګډون د ډېرو نورو د ژوندي نيولو خبر هم ورکړی.

دوی وژل شوي ټول وسله وال طالبان بللي ، خو ځينې ځايي خلک وايي وژل شوي او نيول دواړه ولسي خلک دي.

بله خوا په پکتيکا ولايت کې د يوې نادولتي موسسې د دو کارکوونکو د ژغورنې پر مهال د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده .

پوليس وايي جګړه کې يو طالب او يو پوليس وژل شوي ، خو کارکوونکي د طالبانو له منګولو خوشې کړای شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د ګاونډي ولايت غزني په څلورو نا ارامو ولسواليو کې هم پوځي عمليات روان دي .

چارواکي وايي له تېرې اونۍ راهيسې يې ددغو عملياتو په پايله کې تر لسو زيات طالبان يا وژلي او يا ټپيان کړي دي .