ايسا: په افغانستان کې سږ کال پانګونه زياته شوې ده

Image caption د ايسا چارواکي وايي له دې سره سره چې په افغانستان کې د بر ېښنا دنشتوالي او اداري فساد ستونزه پر ځای پاتې ده خو بيا هم سږ کال د تېر هغه په پرتله دغلته پانګونه په سلوکې شپږ لوړه شوې ده .

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره ايسا وايي د تېر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې د پانگونې کچه په سلو کې ٦ ډېره شوې ده.

چارواکي وايي سږ کال تر ټولو ډېره پانگونه د ودانيزو ښارگوټو په برخه کې شوې ده.

د ايسا يوه سلاکار عبدالسلام زاهد بي بي سي ته وويل تېره مياشت د شوې پانگونې کچه ٢٤٠ ميلونه ډالره وه: (( د ايسا د ډيټابېس د معلوماتو پر بنسټ هغه پانګونه چې ثبت شوې ده تر پروسږ کال نژدې په سلو کې شپږ زياته شوې ده .

يانې سږ کال د پانګونې ثبت او راجستر موږ ښه بولو. د ايسا د شمېرو له مخې په تېره مياشت کې موږ نژدې دوه سوه څلوېښت ميليونه ډالره په بېلابېلو برخو يانې په ساختماني خدمتونو، صنعت او کرنې په برخه کې دلته ثبت کړي دي . ))

ښاغلي زاهد وويل تر دې مهاله په افغانستان کې ١٩ زرو کمپنيو پانگونه کړې ده.

که په ودانيزه برخه کې پانگونه ډېره شوې ده،بل پلو ځينې څارونکي نيوکه کوي او وايي د کرنې او صنعت په برخو کې پام وړ پرمختگ نه دى شوى.

ايسا دا نيوکه تر يوه ځايه مني او وايي د ځمکې د اجارې په چاره کې د رڼوالى نشتوالى او ځينې نورې ستونزې شته چې د کرنې او صنعت په برخه کې يې پانگوالو ته ستونزې پيدا کړې دي.

سږ کال د شوې پانگونې لږه برخه د بهرنيو پانگوالو له خوا شوې ده ،پوښتنه داده چې ولې بهرني پانگوال تر اوسه په افغانستان کې پانگونې ته زړه نه کوي.ښاغلى زاهد يې لاملونه راته وايي: (( تاسې پوهېږیء يو عمده ټکی چې بهرنی پانګوال يې په يوه

هېواد کې د پانګونې پر مهال غواړي ، هغه د پانګونې چاپېريال ګوري په ځانګړي ډول امنيت ډېره ونډه لري چې هلته خپل ځان او خپله پانګه خوندي وبولي.

يو مهم ټکی چې موږ نه شو کولای په دې وخت کې زياته بهرني پانګوال راجذب کړو يو دليل يې د ځمکو نشتوالی دی ، چې په رڼ ډول يې په لږ وخت کې پانګوالو ته ورکړو، او بل خپله اداري فساد هم فکر کوم زيات رول لري ، او بل عامل يې د صنعت په برخه کې د انرژي نشتوالی دی چې موږ نه شو کولای په دغې برخه کې زياته پانګه راجذب کړو.))

ايسا په افغانستان کې د پانگونې د ډېرېدو په موخه وخت پر وخت د پانگونې له عالي کمېسيون سره غونډې کوي چې يو شمېر غړي يې د افغانستان د کابينې وزيران دي.

د دغه ډول غونډو په وروستۍ هغې کې د بهرنۍ پانگې د راماتولو په موخه دا خبره اړينه بلل شوې چې د افغانستان په ټولو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شي ، په قوانينو کې پانگوالو ته اسانتياوې پيدا شي،او د برېښنا ستونزه له منځه يووړل شي.

خو دا معلومه نه ده چې دا چارې به کله او څنگه تر سره کېږي؟

حکومت وايي که بهرني پانگوال په افغانستان کې د خپل کار لپاره ماشينونه او نور توکي رالېږدوي محصول ترې نه اخيستل کېږي.

همدا راز ايسا وايي چې دوی په دوه - درې ورځو کې دغو پانگوالو ته جواز ورکوي،او که مسلکي کسان راوستل غواړي د ويزو اخيستو په برخه کې هم ور سره مرسته کوي.