په افغانستان کې ۲۰۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي

بهرني پوځيان
Image caption ناټو وايي د سړک غاړې ماينونو زياتېدل او د کال په دغه موسم کې د هوا گرموالى نور لاملونه دي چې له کبله يې له وسله والو سره په جگړه کې ددوى د ځواکونو تلفات زيات شوي

په افغانستان کې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته ورسېد.

ناټو وايي په دې وروستيو کې ددوى د سرتېرو تلفات زيات شوي دي.

يوازې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې درې بهرني سرتېري په افغانستان کې ووژل شول.

د افغان او بهرنيو ځواکونو چارواکي په افغانستان کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د تلفاتو د زياتېدو مهم لاملونه د ناامنيو زياتوالى، د بهرنيو او افغان سرتېرو او وسله والو زياتېدل بولي.

ناټو وايي د سړک غاړې ماينونو زياتېدل او د کال په دغه موسم کې د هوا گرموالى نور لاملونه دي چې له کبله يې له وسله والو سره په جگړه کې ددوى د ځواکونو تلفات زيات شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند جنرال جوزف بلاټز وايي په سويل کې د وسله والو طالبانو سره د دوى د جگړو د ډېروالي له کبله ددوى ترمنځ تلفات هم زيات شوي دي:

'' په وروستيو مياشتو او اوونیو کې د ټلوالې ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي. لامل يې په هلمند او کندهار کې له وسله والو طالبانو سره ددوى د مخامختيا ډېروالى دى.''

رپوټونه وايي چې د ٢٠١٠ کال له پيل را هيسې په افغانستان کې ٤٣٠ تنه بهرني سرتېري او افسران په جگړو او ماين چاودنوکې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې له ۲۰۰۱ کال څخه د ٢٠٠٩ کال تر پايه پورې ټول څه باندې ۱۵۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي، ناټو له دې اړخه اندېښمنه ده او هڅه کوي چې د خپلو سرتېرو تلفات راکم کړي خو په دې وروستيو کې نژدې هره ورځ د يوه يا څو تنو بهرنيو سرتېرو د وژل کېدا خبر ورکول کېږي.

پر همدې مهال د بهرنيانو ترڅنگ د افغان امنيتي ځواکونو تلفات هم په وروستيو مياشتو کې زيات شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په دې وروستيو کې د وژل شويو افغان پوځيانو د شمېرې له ښولو ډډه وکړه خو ويې ويل چې د وسله والو مخالفينو لخوا د سړک د غاړې د ماينونو د کارولو له کبله د افغان سرتېرو تلفات زيات شوي دي:

'' کله چې جگړه کمه شي هرڅه کميږي، اوس چې موسم گرم دى جگړه زياته شوې ده نو ويلى شو چې دا په افغانستان کې د جگړې عادي بهير دى نو ويلى شو چې د اردو تلفات هم زيات شوي دي.''

Image caption د کورنيو چارو د وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې نژدې ۴۰۰ افغان پوليس وژل شوي دي:

د افغانستان د ملي اردو د تلفاتو د زياتېدو بل لامل ددوى د شمېر او په پوځي عملياتو کې ددوى د ونډې زياتېدل ښودل کېږي.

دا مهال د افغان سرتېرو شمېره شاوخوا ١٣٠ زره ښوول کېږي او چارواکي وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د جگړو مشري د دوى لاس ته ورځي.

د افغانستان ملي پوليس هم له پوځيانو سره جوخت په جگړو او نظامي عملياتو کې بوخت دي او ددوى تلفات هم ډېر شوي بلل کېږي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند زمرى بشري وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې نژدې ۴۰۰ افغان پوليس وژل شوي دي:

''د کال له پيل راهيسې د پوليسو تلفات مخ پر زياتېدو دي ٣٦٣ د حمل د مياشتې را پدېخوا وژل شوي دي او ٩٧٩ تنه نور پوليس ټپيان شوي. لامل يې دا دى چې د کال په دغه فصل کې بريدونه ډيريږي.''

د جګړې په تاکتیک کې دې بدلون راشي

Image caption رپوټونه وايي چې د ٢٠١٠ کال له پيل را هيسې په افغانستان کې ٤٣٠ تنه بهرني سرتېري او افسران په جگړو او ماين چاودنوکې وژل شوي دي.

د افغان او بهرنيو ځواکونو په ليکو کې د تلفاتو د کمېدو لپاره د نظامي چارو د کار پوهانو لارښوونه داده چې د جگړې په تاکتيک کې دې بدلون راشي.

په افغانستان کې د پوځيانو د تلفاتو ډېرېدل په داسې حال کې مطرح کېږي چې دغلته په جگړو کې د ملکي تلفاتو په کچه کې هم د بشري حقونو د ټولنو په وينا زياتوالى راغلى.

په کابل کې د ملگرو ملتونو ددفتر د يوه رپوټ پر بنسټ د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتوکې نژدې ۱۳۰۰ ملکي افغانان وژل شوي چې د تېر کال د همدې وخت پرتله ٣١ په سلو کې زياتوالى ښيي.

ورته مطالب