'د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړې ترشا د ځمکې د مافیا لاس و'

د کوچیانو او هزاره ګانو اړدوړ
Image caption د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ په نښته کې درې کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون لسګونه نور ټپيان شوي.

افغان حکومت وایي د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ یې په کابل کې د وروستۍ شخړې په اړه د کورنیو چارو وزارت ته د څېړنو لارښوونه کړې ده.

پر همدې مهال د کابل امنیتي چارواکي وایي: د دې لانجې ترشا د ځینو ځانګړو سیاسي کړیو او د ځمکې د غضب مافیا لاس درلود.

چارواکي دا هم وایي چې په دې تړاو یې ځینې کسان نیولي او یو شمیر دا کړۍ یې تشخیص کړې هم دي.

رسمي شمېرې ښيي چې په دې شخړه کې دري کسه وژل شوي او په لسګونو نور چې پولیس هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

افغان حکومت د پلازمینې کابل د دارالامان په سیمه کې د کوچیانو او هلته د میشتو ځینو هزارګانو تر منځ وروستۍ اخ و ډب د حکومت لپاره د خواشینۍ وړ بولي او وایي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د حکومت د رسنیو د دفتر مشر حکیم عاشر وایي افغان ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د پیښې د رامنځ ته کېدو عوامل وڅیړي او په اړه یې ولسمشر ته رپوټ ورکړي:

''لومړی خو موږ له دواړو ښکېلو خواوو غواړو چې د روژمې په مبارکه میاشت کې داسې کار ونه کړي چې د خلکو د اختلافاتو لامل وګرځي، ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې دا قضیه تر څېړنې لاندې ونیسي او عوامل يې په ګوته شي.''

تیره ورځ د کابل د دارالامان ماڼۍ ته څیرمه سیمه کې د کوچیانو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ د ځمکې پرسر اخ و ډب رامنځ ته شو چې چارواکي وایي په دې لړ کې دري کسه وژل شوي او نژدې پنځوس نور چې سم نیمایي یې پولیس دي ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن وایي څیړنې یې ښي چې د دې لانجې تر شا د ځمکې د غضب مافیا او ځینې ځانګړو کړیو لاس درلود:

د ځمکې د غصب مافیا

''د اړدوړ جوړوونکي خلک چې هغه ټيټه طبقه خلک ول، د دوی تر شا پټ مرموز لاسونه دی، چې په دې کې سیاسي کړۍ او د ځمکې د مافیا ډلې هم راځي، او هغه کسان هم پکې شته چې په ګرد افغانستان او په تېره بیا په کابل کې سوله، امنیت او ارامي نه غواړي، او له دې شخړو څخه د خپلو سیاسي ګټو لپاره خپل عزایم لري او له ټيټې طبقې ناوړه ګټه اخلي. د دغو پټو کړیو لوی غړي پېژندل شوي او اړوندو با صلاحیته چارواکو ته د هغوی په اړه رپوټ ورکړل شوی دی.''

ښاغلي رحمن وایي په دې تړاو یې شاخوا ۱۲ کسه نیول شوي هم دي چې ځینو یې وسلې هم درلودې.

''له اړدوړ جوړوونکو کسانو ۱۲ کسان نيول شوي چې اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي، څلور پنځه په وسلو سمبال کسان هم نیول شوي، تاسو ګورﺉ چې په هغه سیمه کې تقریباً يو لک کورونه دي، چې پر يوه نژاد او يوې برخې پورې تړاو لري ، هلته تقریباً ۶۳۰۰ کوڅې لري، له هرې خوا برید کوونکو ناوړه بریدونه کړي، د ډزو غږونه له هرې خوا اورېدل شوي، له مقابل لوري سره چې کوچیان دي، د وسلې هېڅ کوم شواهد نه دي موندل شوي، خو ښکته مېشتو کسانو ډزې هم کړې او لاس په لاس وسلې هم ورسره نیول شوې دي.''

Image caption د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ په اړدوړ کې پولیسو مداخله وکړه، چې يو شمېر پولیس پکې ټپيان شول.

خو د حکومت د رسنیو د دفتر مشر وایي، که په دولتي ځمکو هرڅوک خیټه اچوي او غضبوي په وړاندې یې د حکومت دریځ پریکنده دی او په خبره یې کله به هم چاته دا اجازه ورنه کړي چې دولتی ځمکې غضب کړي.

تر دې وړاندې د ميدان وردگو ولايت په بهسودو او ځينو نورو سيمو کې هم د کوچيانو او هزاره توکمو تر منځ د ځمکو او ورشوگانو پر سره په وار وار نښتې او جګړې شوې، چې حکومت غلې کړې دي.

په افغانستان کې د دولتي ځمکو د نیولو مسله څه نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې په وار وار حکومتي چارواکو ویلي د دوي له هڅو سره سره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په زرګونو جرېبه دولتي ځمکې د زوراکو او د ځمکې د مافیایي کړیو لخوا نیول شوې او د ځمکې غضبونې دا بهیر لا هم روان دی.

ورته مطالب