پاکستان: د امریکا څارګرې الوتکې ۱۲ کسان وژلي

بې پيلوټه الوتکه
Image caption د بي بي سي يوه سروې ښيي چې له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا پاکستان کې د امريکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

برید د شمالي وزیرستان د مير علي ولسوالۍ په اسټوري سیمه کې شوی دی .

پاکستاني چارواکي وايي برید د اورپکو پر يوه پټنځي شوی دی .

د پاکستان د استخباراتو يوه مامور رویټرز خبري اژانس ته ويلي "داسې رپوټونه لرو چې په دې برید کې ۱۲ وسله والو وژل شوي، چې ښايي د وژل شوو شمېر تر دې هم لوړ شي. "

خو ځينو نورو پاکستاني چارواکو بیا ویلي په وژل شوو کې بهرني جنګيالي هم شته، چې هویت یې لا نه دی په ډاګه شوی .

د ویلو ده چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې تر ډېره وسله وال فعال دي، چې ډېر ځلې پرې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي.

۷۰۰ مړي

رپوټونه وايي چې په افغانستان کې بریدونه له پولې هاغاړه پاکستان کې پلانېږي.

په تېره جولای میشات کې بي بي سي په يوې ترسره کړې سروې کې دې نتیجې ته ورسېده، چې له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا پاکستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې د القاعدې او طالبانو يو شمېر هغه مشران هم شامل دي، چې په قبايلي سیمو کې يې فعالیت درلود.

خو خپله پاکستان کې د دغو بریدونو په اړه خلک په غصه دي، او ډېر کله پکې ولسي وګړي وژل کېږي.

واشنګټن ډېر کله د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه تاييدوي، خو شنونکي وايي چې د امریکا متحده ایالتونه هغه يوازېنۍ هېواد دی چې په دغو سیمو کې يې بې پيلوټه الوتکې ګرځي.

ورته مطالب