کندهار کې ۱۷ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

شفیق خان افضلي

شفیق خان افضلي چې دغه چاودېدونکي توکي رسنيو ته ښکاره کول وويل په دې تړاو يې له يادو شوو توکو سره څلور تنه عاملين هم نيولي دي چي دا مهال تر جدي پوښتنو لاندې دي.

په کندهارکي امنيتي چارواکي وايي د دې ولايت اپراتيفي پوليسو ۱۷ زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي له څلور تنو عاملينو سره يوځاى نيولي دي.

په کندهارکي د ٤٠٤ ميوند زون قومندان شفيق خان افضلي تېره ورځ خبريالانو ته وويل، دغه ۱۷ زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په يوه پاکستانۍ لمبرپليټ لرونکې مازدا کې چې د رنګونو او اچارو په ډبو كې يې په خورامهارت سره ځاى پرځاى کړي وو، د تلاشۍ پرمهال په ګمرک رياست کي ونيول شول.

افضلي چې دغه چاودېدونکي توکي رسنيو ته ښکاره کول وويل په دې تړاو يې له يادو شوو توکو سره څلور تنه عاملين هم نيولي دي چي دا مهال تر جدي پوښتنو لاندې دي.

همدارنګه نوموړي وويل چي په لومړنيو پلټنو کي څرګنده شوې ده چې دغه چاودېدونکي توکي د پاکستان له کوټې ښارڅخه کندهارته راوړل شوي دي.

  • چارواکي وايي دا چاودېدونکي توکي د پاکستان له کوټې ښاره کندهار ته لېږدول کېدل.
  • دا مواد د رنګونو او اچارو په ډبو كې په خورامهارت سره ځاى پرځاى شوي دي.
  • دغه چاودېدونکي توکي په يوه پاکستانۍ لمبر پليټ لرونکې مازدا ګاډي کې ځای پر ځای شوي ول.

تراوسه پورې کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي .

د يادوني وړ ده چې يوه اوونې مخکې هم د کندهارولايت د دامان ولسوالۍ پوليسو ٦٠٠٠ کيلوګرامه کيمياوي مواد ( امونيم نايټريټ) چي په چاودېدونکو توکو کي ترې کار اخيستل کيږي، نيولي وو .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .