پيټرېیاس: د ۲۰۱۱ په جولای کې د ځواکونو وتلو ته مقید 'نه یم'

ډېوېډ پيټرېیاس
Image caption ډېوېډ پيټرېیاس ويلي ''که چېرې حالات اجازه راکړي، د ۲۰۱۱ له جولای څخه به له افغانستان نه د پوځيانو ایستل پيل کړو.''

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټریوس وایي دا حق ځانته خوندي ساتي چې په راتلونکې اوړي کې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړي.

جنرال پټریوس وایي که ضرورت و، د هماغه وخت د امنیتي اړتیاوو پر بنسټ به ولسمشر بارک اوباما ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې پرمختګونه د روان کال له پسرلې نه پیل شوي او بنسټیز کیدل یې وخت ته اړتیا لري.

ټاکل شوې د 2011 کال د جولای له میاشتې څخه وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شي او په 2014 میلادي کال کې د امنیت د خوندي کولو دنده په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

ښاغلي پيټرېیاس د امریکا "ان بي سي" شبکې ته په مرکه کې ويلي چې نوموړی د افغانستان په جګړه کې د کوچنیو پرمختګونو شاهد و، چې له تېر پسرلي څخه پيل شوي.

جنرال پېټرېیاس د افغانستان جګړه يوه سخته جګړه بللې او ويلي که چېرې امریکا دا جګړه وبایلي، د تندلارو په واکمنۍ سره به سخته خونړۍ کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.

ده ويلي که امریکا دا جګړه وګټله او په افغانستان کې یې ټيکاو راوستی شو، نو په وینا به يې دا هېواد د څو ټريلیون ډالرو په ارزښت د طبعي زېرمو په لرلو سره د ورېښمو پر یوې نوې لارې بدل شي.

ښاغلي پيټرېیاس ويلي دا جګړه ټيټې هسکې لري، او ښايي ده به له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو له ټاکل شوې نېټې (د ۲۰۱۱ جولای) سره مخالفت وکړي:

"زه د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه د ځواکونو د وتلو د پيل لپاره ټاکل شوې نېټې ته مقید نه یم. په حقیقت کې ولسمشر او همدارنګه په دې وروستیو کې د ولسمشر او د هغه د مرستیال جو بايډن څرګندونې په دې برخه کې ډېرې روښانه وي، هغه دا چې دا پروسه د پيل نېټه ده، خو دا تر شرايطو پورې تړلې ده، څرنګه چې شرایط برابرېږي، امنيتي چارې به افغان ځواکونو ته ورسپارو. "

Image caption په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان دا تازه څرګندونې وروسته له هغه راځي، چې تېره میاشت په کابل کنفرانس کې د نړیوالو ټولنو استازو پرېکړه وکړه، چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته ورسپارل کېږي.

ښاغلي پيټرېياس ويلي که د افغانستان شرايط د ستراتيژۍ بدلون ته اړتیا ولري، له ولسمشر اوباما سره به دا خبره شریکه کړي:

"زه له ولسمشر سره د هغه په دفتر کې ناست وم، هغه په ډېره روښانه توګه هغه څه چې له ما نه یې غوښتل، په ډاګه کړل، هغه دا چې له ما څخه زما مسلکي پوځي مشوره غواړي، د راسپارل شوو امکاناتو په رڼا کې موږ د اړینو امکاناتو او پلانونو سپارښتنه کړې ده، څه وخت چې په دې کې کوم بدلون راځي، ښکاره ده چې ولسمشر به ترې خبروم؛ ځکه ځينې مسالې شته چې پر هغه پورې اړه لي، موږ باید په دې کې اندېښنه ونه لرو. "

جنرال پيټرېیاس دا هم ويلي چې هدف د القاعدې او نورو تندلارو څنډې ته کول دي، چې افغان حکومت ته د خلکو د ډاډ خپلولو موقع په لاس ورشي.

د طالبانو مشرتابه چېرې دی ؟ !

نوموړي ويلي میاشتې کېږي، چې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر نه څه نه دي اورېدل شوي او د دې ډلې له پلی ډلګیو سره دا پوښتنه راټوکېدلې، چې د دې ډلې مشرتابه چېرې دی.

ډېوېډ پيټرېیاس حامد کرزی د یوه خپلواک هېواد ولسمشر بللی او ویلي يې دي چې ځينې وخت د امریکا او د ولسمشر کرزي ترمنځ د نظر اختلاف شته.

Image caption يوازې د روان ۲۰۱۰ کال له پيل راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ۴۳۰ پوځیان او افسران وژل شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان دا تازه څرګندونې وروسته له هغه راځي، چې تېره میاشت په کابل کنفرانس کې د نړیوالو ټولنو استازو پرېکړه وکړه، چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته ورسپارل کېږي.

همدارنګه، تېره ورځ ناټو ويلي وو چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو پوځيانو شمېر تر ۲۰۰۰ واوښت.

يوازې د روان ۲۰۱۰ کال له پيل راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ۴۳۰ پوځیان او افسران وژل شوي دي.

تېره جولای میاشت په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړۍ هغه وه.

يوازې په همدې میاشت کې ۶۶ امریکايي پوځيان وژل شوي ول.

ورته مطالب