افغان حکومت خصوصي امنيتي شرکتونو ته ضرب الاجل وټاکۀ

توپک
Image caption دغه شرکتونو له تېرو نهو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي چې ويل کېږي يو شمېر يې د افغان حکومت د ځينو لوړ پوړو چارواکو د خپلوانو دي.

افغان حکومت بالاخره پرېکړه وکړه چې تر څلورو مياشتو پورې به په دغه هېواد کې لسګونه خصوصي امنيتي شرکتونه بند کړي.

ولسمشر کرزي په يوه تازه ګام کې پتېيلې هغه امنيتي شرکتونه به لغوه کړي چې دی ورته د خپل حکومت له امنيتي ځواکونو سره د بل موازي پوځ په سترګه ګوري.

د ولسمشر وياند وويل ښاغلی کرزی به د يوه فرمان په ترڅ کې خصوصي امنيتي شرکتونه لغوه کړي .

په افغانستان کې امنيتي شرکتونه يوه نانديزه مسله ده چې ولسمشر کرزی او ځينې عام وګړي ورته د امنيت د خرابوونکو په سترګه ګوري .

د ښاغلي کرزي له پرېکړې سره سم به په دغه هېواد کې ټول 52 امنيتي شرکتونه چې 25 يې کورني او 27 نور يې بهرني دي وتړل شي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي په څلور مياشتې کې به دغه شرکتونه بند شي.

د شمېرو له مخې په دغو شرکتونو کې له دېرشو تر څلوېښتو زرو کسان کار کوي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو اکمالاتي کارونه تېروي ، سفارتونه، موسسې او ځينې بهرنۍ ادارې ساتي .

ښاغلي کرزي ورځې مخکې خصوصي امنيتي شرکتونه تورن کړل ناقانونه کارونه کوي:

Image caption ښاغلي کرزي تېره ورځ د کابينې په غونډه کې هم د خصوصي امنيتي شرکتونو مسله ياده کړه او دا په هېواد کې د نا امنۍ سرچينې وبللې چې په وينا يې لغوه کول يې اړين دي.

(( شخصي امنيتي شرکتونه زموږ په هېواد کې هره ورځ د بدبختو لامل کېږي ، زموږ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، امنيت خرابوي ، او خدای پوهېږي چې د ورځې غلاوې کوي ، لارې نيسې او د شپې ترهګر کېږي. ))

ښاغلي کرزي تېره ورځ د کابينې په غونډه کې هم د خصوصي امنيتي شرکتونو مسله ياده کړه او دا په هېواد کې د نا امنۍ سرچينې وبللې چې په وينا يې لغوه کول يې اړين دي.

که څه هم تر اوسه پورې جوته نه ده چې د خصوصي امنيتي شرکتونو ځای به څوک نيسي خو دا مهال سترګې ملي پوځ ته ور اوړي.

ولسمشر کرزی پلان لري هغه کسان چې په خصوصي امنيتي شرکتونه کې کار کوي ملي پوځ او پوليسو ته جذب کړي.

خو دا کار هم هومره اسان نه برېښي ځکه د پيسو مسله له پامه نه شي غورځول کېدای.

دا مهال د پوليسو يا ملي پوځ د يوه سرتېري او د خصوصي امنيتي شرکت د يوه کارکوونکي د معاش تر منځ زيات توپير ددې لامل شوی چې خلک د هېواد د امنيتي ځواکونو پر ځای خصوصي امنيتي شرکتونه ته ورمخه کړي.

پر دې سربېره لويه ننګونه د بهرنيو ځواکونو توافق بلل کېږي.

ځکه دا مهال د اکمالاتي کاروانونو او د ځنيو بهرنيو ادارو د امنيت ساتنې په برخه کې ټول حساب پر خصوصي امنيتي شرکتونو کېږي چې وړاندې امريکا ددغو شرکتونو لغوه کول رد کړي ول.

خو څو ورځې مخکې د ولسمشر وياند ښاغلي عمر ويلي ول د ولسمشر کرزي ، ناټو ځواکونو او يو شمېر مرستندويو هېوادونو تر منځ د امنيتي شرکتونو د له منځه وړلو پر طرحه خبرې اترې شوې خو جزيات يې را برسېره نه شول.

دغه شرکتونو له تېرو نهو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي چې ويل کېږي يو شمېر يې د افغان حکومت د ځينو لوړ پوړو چارواکو د خپلوانو دي.

دغه راز يو شمېر دغه شرکتونه تورن دي چې په وژنو او وسله والو شوکو کې لاس لري او طالبانو ته ددې لپاره پيسې ورکوي چې خپل کاروانونو ترې بېغمه تېر کړي ، خو شرکتونه دغه تورونه ردوي.

ورته مطالب