'د ملکي تلفاتو څېړنې ته بل کمیسیون نه ټاکو'

.
Image caption ملگرو ملتونو په يوه رپوټ کې ويلي وو چې ٧٦ په سلو کې ملکي تلفات د وسله والو طالبانو لخوا پېښ شوي دي.

افغان حکومت دوسله والو طالبانو د وړانديز په غبرگون کې ويلي بل کميسيون ته اړتيا نشته چې د ملکي تلفاتو په اړه دې څپړنې وکړي.

طالبانو وړانديز کړى وو چې د اسلامي کنفرانس، ملگرو ملتونو ، بشري حقونو، طالبانو او او بهرنيو څواکونو په گډون دى يو کميسيون جوړ او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دې د ملکي تلفاتو په اړه دقيقې څيړنې او ارزونې وکړي.

تر دې وړاندې ملگرو ملتونو په يوه رپوټ کې ويلي وو چې ٧٦ په سلو کې ملکي تلفات د وسله والو طالبانو لخوا پېښ شوي دي.

افغان حکومت دملکي وگړو د تلفاتو د معلومولو په اړه د اسلامي کنفرانس او وسله والو طالبانو په گډون د يوه لوى کميسیون جوړول رد کړه چې طالبانو يې وړانديز کړى.

دا لومړى ځل دى چې طالبان دغه ډول وړاندېز کوي او حکومت يې ردوي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي په دغه برخه کې د نوي کميسیون جوړېدل گټه نه لري:

''که هر کميسيون جوړ شي پايله به يې همغه وي چې دافغانستان خلکو ته معلومه شوې او هغه داچې ډير خلک د وسله والو په بريدونو کې وژل کيږي . موږ منو چې نړيوالو ځواکونو هم ملکي تلفات اړولي خو موږ هغه غندلي او پوښتنه مو ترې کړي. ''

ښاغلى عمر هم په دې باور دي چې وسله والو طالبانو د تاوتريخوالي پيښې زياتې کړي چې له کبله يې ملکي تلفات ددوى لخوا زيات شوي دي.

Image caption طالبانو ويلي که ملگري ملتونه اود بشري حقونو نورې نړيوالې ټولنې ددوى وړانديز ته پام ونکړي نو په باور يې دا په دې مانا ده چې دغه بشري ټولنې دافغانانو حقونه په رسميت نه پېژني.

په افغانستان کې ملگرو ملتو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرگون نه دى ښوولي خو بي بي سي ته يې يوازې دومره وويل چې دوى د ملکي تلفاتو د ارزونې لپاره د يوه گډ کميسیون د جوړيدو په اړه د طالبانو شوى وړانديز لوستى.

خو وسله والو طالبانو د ملگرو ملتونو لخوا ورکړل شوې شمېرې رد کړي چې پکې د ٧٦ په سلو کې ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو اچول شوې وه او ددغې موضوع د ښې روښانتيا لپاره يې د دوى، اسلامي کنفرانس، بشري حقونو د ټولنو اود ملگرو ملتونو په گډون د يوه گډ کميسیون د جوړېدو وړانديز وکړ.

طالبانو ويلي چې دغه کميسيون بايد د افغانستان په گوټ گوټ کې له نژدې د جگړو په ترڅ کې له زيانمنو شويو خلکو سره له نژدې وگوري او د هر ډول پېښو په اړه خپل معلومات را ټول کړي.

طالبانو ويلي که ملگري ملتونه اود بشري حقونو نورې نړيوالې ټولنې ددوى وړانديز ته پام ونکړي نو په باور يې دا په دې مانا ده چې دغه بشري ټولنې دافغانانو حقونه په رسميت نه پېژني.

خو د بشري حقونو ټولنې پر طالبانو د جنگي جرمونو د ترسره کولو له اړخه نيوکې لري او د بښنې نړيوال سازمان ان د طالبانو د محاکمه کېدو غوښتنه کړې.

ورته مطالب