افغانستان د خپلواکۍ 91 کليزه و نمانځله

Image caption پاچا امان الله خان د 1919 کال د فبروري پر 24 د خپلواکۍ اعلان وکړ.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ سږکال د ډېرو محدودو مراسمو په ترڅ کې و نمانځل شوه چې يواځي د ځينو حکومتي چارواکو او په کابل کې مېشت د يو شمېر بهرنيو هېوادونو په ګډون کړی و.

د ولسمشر د وياند مرستيال سيامک هروي وايي، د امنيتي اندېښنو او ملکي وګړو د بالقوه مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه يې مراسم په محدوده ډول ونمانځل:

(( د افغانستان حکومت تصميم ونيو تر هغه مهاله چې بشپړ امنيت نه وي راغلی، نو مراسم بايد داسې ونمانځل شي چې نه دښمن ترهګريز بريدونه وکولای شي ، نه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي او نه هم مراسم ګډود شي. له همدې امله له څو کلونو راهيسې، دا ډول مراسم په همدې کچه او همدا ډول لمانځل کېږي.))

سهار وختي د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي دفاع وزارت ته څېرمې لارې تړلې وې خو د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته لارې بېرته پرانيستل شوې.

نن په افغانستان کې عمومي رخصتي وه او ورځپانې نه دي چاپ شوې ، خو دغلته د تېرې ورځې چاپ شويو ورځپاڼو د خپلواکۍ په تړاو ليکنې او مقالې خپرې کړې وې.

په يو شمېر انځوريزو او غږيزو رسنيو کې بيا د خپلواکۍ په تړاو بحثونه کېږي او په يو شمېر دغو رسينو کې د هېواد پالنې او خپلواکۍ ترانې غږېږي.

له نن څخه پوره يو نوي کاله وړاندې افغانانو د پاچا امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ – بريتانيا څخه د خپل هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.

خو د چارواکو لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې پيکه نمانځلو د عامو خلکو نظرونه سره وېشلي دي.

ځينې وايي په افغانستان کې خپلواکۍ ته د درناوي لپاره حکومت بايد دا ورځ په ډېرو ښو او لويو مراسمو نمانځلې وای، خو ځينې نور بيا وايي همداسې لنډه نمانځنه يې ښه ده.

پر همدې مهال د افغانستان په ځينو ولايتونو کې هم په سيمه ييزه کچه د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه. په ختيځ ولايت ننګرهار کې چې پاچا امان الله خان پکې ښخ دی، د ښځو په ګډون سلګونو کسانو سوله ييز لاريون وکړ او د ځينو ګاونډيو او هغو هېوادونو پر ضد يې شعارونه ورکول چې په افغانستان کې پوځي حضور لري.

د جگړې تر کلونو مخکې به په دغه ورځ په کابل کې د خوښيو څو ورځنی داسې جشن جوړېده چې د افغانستان له نژدې ټولو ولايتونو څخه به ورته خلک راتلل .

د جشن مراسم به له راډيو افغانستان څخه خپرېدل چې په ټول هېواد کې به په ډېره مينه اورېدل کېدل.

خو شاوخوا دوه کاله وړاندې چې کابل ته د مجاهدينو د ننوتلو پر نمانځغونډه چې ولسمشر کرزی هم په کې وو، ډزې وشوې د دغسې ورځو نمانځل پيکه شوي دي.