په پاکستان کې سېلاوونو افغان کډوال هم ځپلي

Image caption په پېښور کې افغان کونسل وايي د پاکستان په ورستيو سېلاوونو کې 6 افغان کډوال مړه شوي دي.

په پاکستان کې د سختو بارانونو له کبله راوتلو سېلاوونو په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته هم سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي .

دغه سېلاوونه چې په تېرو څو لسيزو کې يې ساری نه دی ليدل شوی په خيبر پښتونخوا کې يې د افغان کډوالو څلور پنډغالي ويجاړ کړي دي .

چې ساری يې په تېرو اتیاوو کلونو کې نه دی ليدل شوی افغان کډوالو ته هم ځاني او مالي زيانونه اړولي.

په پېښور کې افغان کونسل مجنون ګلاب بي بي سي ته ووېل په دغو پنډغالوکې زرګونو کورنيو ژوند کاوه چې په سلو کې ۸۰ سلنه يې سېلاوونو اغېزمن کړي دي.

ښاغلی ګلاب وايي تر اوسه ورته د سېلاوونو له کبله د شپږو افغان کډوالو د مړينې او د يو شمېر نورو د ژوبلېدو خبر رسېدلی دی.

افغان کډوال د پاکستان په لر او بر کې مېشت دي او لا هم په کره ډول څرګنده نه ده چې څومره به مړه ، ټپيان او ورک وي.

افغان کونسل مجنون ګلاب وايي هغه افغان کډوال چې سېلاوونو يې کورونه نړولي اوس په سره ګرمۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يا UNHCR له لوري په ورکړل شويو کې کېږديو کې ژوند کوي.

دی وايي له پاکستاني چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړي چې د نړيوالې ټولنې له لوري کېدونکې مرستې په سېلاو ځپلو افغان کډوالو هم ووېشي.

په همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د بېرته راستنېدو د ادارې وياند نادر فرهاد بي بي سي ته وويل يواز په تېرو پنځلس ورځو کې له دېرش زرو ډېر سېلاو ځپلي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ښاغلی فرهاد وايي اوس له نړيوالو مرستندويه ټولنو سره په دې اړه خبرې کوي چې له بېرته راستنو شويو سېلاو ځپلو کډوالو سره په افغانستان کې دننه د سرپناه او د دوی مېشتېدو په برخه کې مرستې وکړي.

ويل کېږي اوس هم په پاکستان کې نژدې دوه ميليونه افغان کډوال ‌ژوند کوي چې ډېری يې خپل ټاټوبي ته د ناکراريو او بېوزلي له امله زړه نه ښه کوي.