په هېلمند کې دطالبانو په بريد کې ۱۲ تنه وژل شوي دي

Image caption هېلمند د افغانستان يو سخت نا ارام ولايت دی چې طالبان پکې فعال او ډېری وخت ورڅخه د جګړو او تاوتريخوالي راپورنه ورکول کېږي.

چارواکي وايي د افغانستان په سوېل کې دطالبانو په بريد کې لږ تر لږه 12 تنه چې ويل کېږي د يوې کمپنۍ ساتونکي ول وژل شوي دي .

د هېلمند د والي وياند داود احمدي وايي د پنجشنبې پر ورځ د طالبانو او د سړک جوړونې د يوه شرکت دساتونکو تر منځ سخته وسلواله نښته وشوه.

له سنګين ولسوالۍ څخه چې جګړه پکې پېښه شوې وې تر لسو زيات جسدونه را لېږدول شوي او په لښکرګاه کې ځايي روغتون ته را وړل شوي دي .

ښاغلي احمدي وويل دوی پوهېږي چې دغه کسان له طالبانو سره د تېرې ورځې په نښته کې وژل شوي دي.

طالبانو هم د پېښې مسوليت منلی دی .

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد وايي دوی د سنګين او ګرشک تر منځ د سړک جوړونې پر يوه شرکت بريد کړی و.

ده ادعا وکړه چې په دغه بريد کې يې د سړک جوړنې د شرکت تر دېرشو ډېر ساتونکي وژلي دي .

خو ددغې ادعا خپلواک پخلی نه دی شوی .