سناتور جان کيري بېرته کابل ته راغلی

Image caption له ولسمشر کرزي سره د ښاغلي کيري د ليدنې جزيات کېدای شي د جمعې د ورځې په وروستيو کې خپاره شي.

د امريکا د سنا جرګې يو اغېزناک غړی جان کيري له لنډ وخته وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدو لپاره تېره ورځ بېرته کابل ته راګرځېدلی دی .

ويل کېږي نوموړی هڅه کوي چې د خصوصي امنيتي شرکتونو د بندولو د څلور مياشتني مهالوېش له امله پر ښاغلي کرزي فشار راوړي . په واشيڼګټن کې دښاغلي کيري دفتر ددې خبرې پخلی کړی چې د سناجرګې د بهرنيو اړيکو د جرګګۍ مشر ددې پر ځای چې بېرته واشينګټن ته راوګرځي له ګاونډي پاکستان څخه چې ده پکې د سېلاوونو اوښتي زيانونو وليدل بېرته کابل ته تللی دی .

د نوموړي وياند وويل : (( ښاغلی کېري په سيمه کې له حالاتو سره د مرستې د هڅو د يوې برخې په توګه کابل ته تللی او پر ښاغلي کرزي او امريکايي چارواکو سربېره به له امريکايي سرتېرو سره هم وګوري .))

وياند له ولسمشر کرزي سره د ښاغلي کيري د بياليدنې له کره دليل ويلو څخه ډډه وکړه خو دا يې و منله چې نور جزيات به د جمعې پر ورځ تر ليدنې ورسته په ډاګه کړي .

ځينې نورې سرچينې وايي تمه ده چې ښاغلی کيري به پر ولسمشر کرزي فشار راوړي چې د امنيتي شرکتونو دلغوه کولو لپاره پر ورکړي څلور مياشتني مهالوېش له سره غور وکړي .

پينټګان لا وړاندې دغه مهال وېش (( ننګونکونکی او ډېر تعرضي)) بللی دی .

ښاغلي کرزي د سې شنبې پر ورځ له ښاغلي کيري سره تر ليدنې يواځې څو ساعته وروسته د امنيتي قرارداديانو فرمان صادر کړ.

ښاغلي کيري په هغې ليدنې کې پر کرزي ټينګار وکړ چې د فساد پر ضد سخت کار وکړي او حکومتوالۍ ته وده ورکړي.