د ملي امنيت شورا يو کارکوونکی په فساد تورن دی

کرزی
Image caption ځينو رسنيو ليکلي چې ښاغلي کرزي د ضيا صالحي په دوسيه کې مداخله کړې او هغه يې خوشې کړی دی.

ځينو رسنيو داسې ښوولې چې ګنې محمد ضيا صالحې د افغانستان د ملي امنيت شورا د مالي څانگې مشر و،خو افغان چارواکي وايي چې نوموړى مشر نه بلکې د دغې ادارې يو ټيټ پوړى کارکونکى دى.

نړيوالو رسنيو ليکلي چې گنې ښاغلي صالحي خپلو دوستانو ته ډالۍ او پيسې ورکولې، چې اوسمهال مهال ترې پلټنې روانې دي.

د افغانستان لوى څارنوال چې ددغې دوسيې څارل يې پر غاړه دي ددغو تورونو په اړه څه ونه ويل، خو د ادري فساد پر ضد د مبارزې د دفتر مشر محمد ياسين عثماني وايي ښاغلى صالحي په اداري فساد تورن دى: ((لکه چې موږ اوريدلي دا تور د غږ د ثبولو په مرسته لگېدلى چې دا د يو جرم د اثبات لپاره قانوني سند نه دى .

اورېدل شوي چې دوى له کومې سرچينې او شرکت سره خبرې کړې او ويلي يې دي چې يو گاډى دې واخيستل شي .

موږ چې واورېدل دغه گاډى که اخستل شوى وي هغه د علماو له شورا سره مرسته کېده. پلټنې روانې دي که دوى دا گاډى د علماو شورا ته اخيست نو موضوع ردېږي خو که يې ځان يا کوم دوست ته اخستی وي نو تور پرې لگېدلى شي. ))

خپله ښاغلي صالحي تر دې مهال پر دې اړه څه نه دي ويلي.

امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ليکلي چې ولسمشر حامد کرزي په دغه دوسيه کې مداخله کړې او تورن کس يې خوشې کړې دى.

خو د ولسمشر حامد کرزي حقوقي سلاکار نصرالله ستانکزی دا خبره ردوي: ((تر کومه چې زه خبر يم د ښاغلي ضيا صالحي خبره چې د دندې په برخه کې يو تور دى تر اوسه يې په لويه څارنوالۍ کې پلټنه روانه ده .

هېڅکله ولسمشر ددغه شخص يا بل چا د خوشې کولو يا د هغه د پلټنو د درلو په اړه کوم ځانگړی پيغام نه دى ورکړى. ))

د افغانستان لوى څارنوال وويل دغه دوسيه تر څېړنې لاندې ده اوښايي په يوه اونۍ کې بشپړه شي.

افغان حکومت د نړيوالې ټولنې تر پر لپسې فشار لاندې دى چې د فساد د ختمولو لپاره له خپله اړخه ډېر څه وکړي.

د نړيوال رڼاوي د سازمان د شمېرو له مخې افغانستان تر سوماليا وروسته دويم هېواد دى چې د فساد کچه په کې ډېره لوړه ده.

تېره اونۍ د امريکا د مشرانو جرگې د نړيوالو اړيکو د جرگگۍ مشر جان کيري په کابل کې له افغان ولسمشر سره د کتنې پر مهال د اداري فساد پر ختمولو ټينگار وکړ.