د کرنې وزارت: افغانستان کې د کرکېلې وضعیت ښه شوی

افغان بزګر
Image caption يو شمير کارپوهان وايي چې افغانستان د کرنې په خواکي د څارويو، مرغانو او د شاتو د مچيو د رونې لپاره وړ شرايط او امکانات لري او په کمې پانگونې سره کېدى شي په دغه برخه کې کليوالو خلکو ته په پراخه کچه د کار او عايد زمينې برابرې شي.

له نژدې يوې لسيزې وچکالى وروسته چارواکي وايي چې په افغانستان کې د څارويو د روزنې او پالنې حالت مخ په غوړيدو دى. لامل يې د کرنې د وضيعت له کبله په کليو او بانډو کې د بزگرانو او کليوالو لخوا د څارويو د ساتنې ډېرېدل ښوول کېږي.

خو له دې سره سره لا هم دغه هېواد ډېر حيواني توليدات لکه غوښې، شيدې او مستې له بهره واردوي.

خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې لاهم مالداري په زړه عنعنوي بڼه تر سره کيږي چې توليدات يې د پام وړنه دي، ولې څارپوهان وايي چې افغانستان د مالدارى د روزنې لپاره ښه چاپېريال او کافي بېکاره بشري ځواک لري چې بايد گټه ځينې پورته شي.

افغانستان چې يو کرنيز هېواد بلل کيږي چارواکي يې هڅه کوي چې د کرنې ترڅنگ خلک د بېلابېلو څارويو، مرغانو او د شاتو د مچيو روزنې ته وهڅوي.

د کرنې وزارت مرستيال سليم خان کندوزى وايي چې ددغې موخې د تر لاسه کولو لپاره يې يو لړ گامونه پورته کړي او نورپروگرامونه هم يادوي چې په وينا يې په عملي کېدو سره به يې گڼو خلکو او کورنيو ته په دغه برخه کې د کار زمينې برابرې شي.

Image caption ځينې افغان بزګران نهيليږي چې سېلابونو او ورښتونو یې د کال خواري په اوبو لاهو کړه.

د گوتو په شمار د څارويو، چرگانو او مچيو له څو فارمونو پرته په افغانستان کې نور ټوله مالداري د عادي خلکو لخوا په عنعنوي بڼه تر سره کيږي چې په دغه برخه کې شته امکاناتو ته په کتو سره د پراخې پانگونې اړتيا ليدل کيږي.

تر دې مهاله په دقيقه توگه د کرنې وزارت نه پوهيږي چې په افغانستان کې څو مره څاروي خلکو ساتلي او هرکال څو مره نور پرې ور زياتيږي يا کميږي خو څو کاله وړاندې د کرنې وزارت يوه چارواکي راته وويل چې شاوخوا شل ميليونه بېلابېل ډول څاروي په افغانستان کې شته چې هغه مهال د وچکالۍ له کبله ورته زيان اوښتى وو.

خو ښاغلي کندوزي وويل چې په دغه برخه کې ور سره يو څه مرسته شوې او خپلو کړو کارونو او په افغانستان کې وروستيو بدلونونو ته په کتو سره خوښي ښيي چې د افغانستان په بازارونو کې د کورنيو حيواني توليداتو کچه زياته شوې ده

د کرنې وزارت فکر کوي چې د هر کال په تيريدو سره به مالداري عصري، توليدات به يې زيات او په دغه برخه کې به گڼو خلکو ته کارونه پيدا شي.

سره له دې چې د افغانستان په بازارونو کې د بهرنيو هېوادونو شيدې، مستې، شات، کوچ او نور محصولات په هر دوکان کې پيدا کيږي خو د کابل پا بازارونو کې د کورنيو حيواني محصولاتو کچه هم د شيدو او مستو د يوه پلورونکې په خبره زياته شوې بلل کيږي.

Image caption يو شمېر افغان بزګران وايي چې سږنو ورښتونو او سېلابونو یې رسېدلي کښتونه ورسره یووړل او دوی د پولۍ ټک ته کښېناستل.

له بزگرانو او مالدارانود شيدو د را ټولولو د يوه منظم سيستم نشتوالى، د څارويو لپاره د څړځايونو او واکسينونو نشتوالى او د حيواني محصولاتو د پروسس او ساتنې د ځايونو نشتوالى په افغانستان کې د حيواني محصولاتو د کموالي په برخه کې اصلي ستونزې بلل کيږي.

خو چارواکي هڅه کوي خصوصي پانگوال په دغه برخه کې پانگه واچوي او له بهره د حيواني توليداتو راوړل کم کړي.

يو شمير کارپوهان وايي چې افغانستان د کرنې په خواکي د څارويو، مرغانو او د شاتو د مچيو د رونې لپاره وړ شرايط او امکانات لري او په کمې پانگونې سره کېدى شي په دغه برخه کې کليوالو خلکو ته په پراخه کچه د کار او عايد زمينې برابرې شي.