کرزى: بهرنيان په افغانستان کې عدالت نشي چلولى

حامد کرزی
Image caption حامد کرزي دغه راز تاييد کړه چې تر اعلان شوې نېټې وروسته به په خپل هيواد کې خصوصي امنيتي شرکتونه فعاليت ته پرېنږدي

افغان ولسمشر حامد کرزي ومنله چې له عدلي تعقيب نه يې د خپل يوه نژدې همکار د ژغورلو لپاره مداخله کړې وه.

هغۀ د اې بي سي امريکايي ټلوېزيون "دې اوونۍ" پروگرام ته وويل ضيا صالحي يې ځکه له بند څخه وژغوره چې د افغانستان د قوانينو خلاف د شپې په تياره کې نيول شوى و.

د امنيت شورا دغه غړى د بډو په تور د لوى څارنوال په حکم تېره اوونۍ ونيول شو، خو د ولسمشر تر کلک غبرگون وروسته خوشې شو.

ښاغلي کرزي وويل د بهرنيو په ملاتړ د مخ پټو ټوپکوالو دغسې د نيمې شپې چاپې خلکو ته د روسانو د مهال نيونې وريادوي او ډاروي يې.

خو ژمنه يې وکړه چې عدلي مقامات به پرېږدي چې پر ښاغلي صالحي د فساد تورونه وپلټي:

"ددغې دوسيې څېړنه لا دمخه پيل شوې او پوښتنې روانې دي. د فساد پلټنه بايد په اغيزمن ډول، د ژمنتيا پر بنسټ او په پوره زور ترسره شي خو دا بايد هر اړخيزه او ناسياسي وي او بهرنيان په کې ټاکلې گټې ونه لري."

د فساد ضد هغو دوو ادارو ته په اشارې سره چې د لوېديځ ملاتړ ورسره دى، افغان ولسمشر وويل بهرنيان به پرېنږدي چې د افغانستان له قوانينو بهر په خپله خوښه عدالت وچلوي.

هغۀ وويل چې د فساد ضد دغو دوو ادارو ته به د کار اجازه ورکړي، خو هغوى به تر خپلو قوانينو لاندې راولي، هغه څه چې بهرنيان يې له فساد سره په مبارزه کې يو خنډ بولي.

حامد کرزي دغه راز تاييد کړه چې تر اعلان شوې نېټې وروسته به په خپل هيواد کې خصوصي امنيتي شرکتونه فعاليت ته پرېنږدي:

"يو دليل چې زه يې له مخې په څلور مياشتو کې ددغو شرکتونو ړنگېدل غواړم، دقيقاً دادى چې د هغوى شتوالى د افغانستان خپل امنيتي ځواکونه ودې ته نه پرېږدي او مخه يې نيسي.

په تېره بيا د پوليسو، ځکه چې ٤٠ – ٥٠ زرو تنو ته د افغان پوليسو په پرتله ډېر معاش ورکول کېږي، نو ولې به هغه افغان زلمى چې په يوه خصوصي امنيتي شرکت کې کار موندلى شي، پوليسو ته ورشي."

ولسمشر کرزي پر دغو شرکتونو تور ولگاوه چې مافيا ډوله کړنې لري او ښايي غړو ته يې ورکړ شوې پيسې د بغاوت د لا پراخيتا لپاره وکارول شي.

په افغانستان کې د روانې جگړې د بري يا ماتې په اړه، ښاغلي کرزي وويل: چې جگړه گټل کېدلى شي او بايد وگټل شي، خو شرط يې دادى چې د افغانانو زړونه خپل شي، د هغوى په خونديتوب کې زيار و ايستل شي او د ولسي مرگ ژوبلي مخه ونيول شي.

ورته مطالب