افغان پوځيان د پاکستان سېلاب ځپلو ته مرستې رسوي

Image caption ملگري ملتونه وايي چې داسې ډېر ځپل شوي شته چې لا تر اوسه د مرستې يو شى هم نه دى ورکړ شوى.

له پاکستان سره د مرستې لپاره د نړۍ له گوټ - گوټ نه مالونه او تخنيکي وسايل رسېدلي دي. د افغان پوځيانو يوه ډله په سند ايالت کې د مرستو په رسولو بوخته ده.

د بي بي سي يو خبريال بين براون هم د هغوى په چورلکه کې د سيلاب ځپلو سيمو له پاسه راوگرځېد.

دى وايي: "موږ د افغان ملي پوځ د پيلوټانو له يوې ډلې سره پر هوا روان يو. د هغوى وظيفه داده چې د قوي کولچو کارتنونه له هوانه وغورځوي.

بشپړ انګلیسي رپوټ او وېدیو وګورﺉ

خو دا لکه په سمندر کې چې د پاکستان يې لاندې کړى، د يوه څاڅکي هومره دي. خو لاندې وگړي دومره وږي دي چې هر يو يې ځان تر هابل مخته کوي چې له آسمانه ورلوېدلي توکي تر لاسه کړي.

د مرستو ويش له گډوډيو سره ملگرى دى، خو په دې شېبه کې دا -- پر ځمکه وږو او بېوسو کسانو ته چې مرستو ته سترگې په لاره دي، د رسېدو يوازينۍ او چټکه لاره ده."

ملگرو ملتو په پاکستان کې د سيلاب له لاسه د جوړ شوي ستر بشري کړاو په اړه گواښنه اورولې ده.

يوازې له سند ايالت نه د خيريه ټولنو او حکومتي سرچينو له خولې، د ځپل شويو سيمو په سلو کې اتيا له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي.

د ځايي چارواکو په وينا حيدر آباد ته نژدې د اباسين اوبه دومره په څپو دي چې په تېره نيمه پېړۍ کې يې سارى نه و او وېره ده چې نن به نورې خېژي.

Image caption د بي بي سي يو خبريال بين براون هم د هغوى په چورلکه کې د سيلاب ځپلو سيمو له پاسه راوگرځېد.

ملگري ملتونه وايي چې داسې ډېر ځپل شوي شته چې لا تر اوسه د مرستې يو شى هم نه دى ورکړ شوى.

په همدې تر څ کې ، پاکستاني چارواکي په واشنگټن کې د پيسو له نړيوال صندوق – آى اېم اېف سره په خبرو بوخت دي چې له سيلاب نه راټوکېدلو مالي ننگونو ته سم غبرگون ومومي.

دوى اټکل کوي چې ښايي د ويجاړو شويو تاسيساتو او کورونو د بيا جوړولو لپاره پنځلس ميلياردو ډالرو ته اړتيا وي.

ولسمشر آصف علي زرداري دغه راز گواښنه وکړه چې د ځپل شويو کورونو او کورنيو پر بيا احيا ښايي درې کاله وخت ولگېږي.

ورته مطالب