کرزی: له جرمونو سره د مبارزې په ادارو کې اصلاحات راولئ

حامد کرزی او جان کیري
Image caption د زمري پر نهه ويشتمه د ولسمشر کرزي او د امريکا د سنا جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګګۍ د مشر جان کيري تر منځ د خبرو يو ټکي هم همدغه دوه ادارې وې .

حامد کرزي له ژمنې سره سم په هغو دوو کې ادارو کې د سمونونو د راوستلو اعلان وکړ چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي او بهرنيان يې چلو‎ي .

دغه دوه ادارې د امريکا له لوري جوړې شوې چې په افغانستان کې د اداري فساد، ترهګريزو پېښو او د افغانستان د ملي امنيت پر ضد قضيو، څارنه، څېړنه او پلټنه کوي .

افغان حکومت ددغو ادارو کار د افغانستان له قوانيو سره ټکر بولي نو غواړي چې اصلاح يې کړي.

دغه دوه ادارې د لويو جرمونو پر ضد د مبارزې اداره او د حساسو پلټنو اداره نومېږي.

دغه ادارې د امريکا فدرال پوليسو ته د خپلو چارو راپورونه ورکوي او په افغانستان کې د قضيو له رابرسېره کولو او څېړلو سره په څنګ کې اجرايوي ځواک هم لري چې کولای شي نيغ په نيغه يوڅوک ونيسي .

د ولسمشر کرزي استدلال کوي چې دغه ادارې ناقانونه کارونه کوي او په دې لړ کې يې د ملي امنيت د شورا کارکوونکی ضيا صالحي هم په ناقانونه ډول نيولی و چې وروسته د ښاغلي کرزي په نيغه مداخله را خوشې شو.

دغه راز افغان حکومت تور لګوي چې دغه ادارې د افغانستان د قوانينو او بشري حقونو پر خلاف چارې تر سره کوي چې بايد اصلاحات پکې راشي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي ولسمشر د لويو جرمونو پر ضد د مبارزې او د حساسو پلټنو په ادارو کې د اصلاحاتو لپاره يو فرمان صادروي چې موخه ددغو ادارو د چارو او واکونو قانوني کول دي:

'' پلان دا دی چې د لويو جرمونو پر ضد د مبارزې اداره او د حساسو پلټنو اداره بايد قانوني شي او بايد د يوې داسې کړنلارې پر بنسټ کار وکړي چې په هغې کې د افغانستان قضايي حاکميت تمثيل شوی وي. افغان حکومت ته بايد راپور ورکړي، په افغانستان کې له نظامه د باندې بايد کار و نه کړي او فعاليتونه يې بايد قانوني وي. ''

ښاغلي کرزي له يوه بهرني ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي ول چې دی د ادارو کار نه بندوي خو د قانوني کولو هوډ يې لري.

د زمري پر نهه ويشتمه د ولسمشر کرزي او د امريکا د سنا جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګګۍ د مشر جان کيري تر منځ د خبرو يو ټکي هم همدغه دوه ادارې وې.

هغه مهال د ولسمشرۍ دفتر په يوه خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي ول چې ولسمشر کرزی او ښاغلی کيري پر دې يوه خوله شوي ول چې دغه ادارې بايد افغاني شي چې افغانان يې اداره کړي او له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې او سياسي فشار پرته د فساد پر ضد مبارزه وکړي .

د لويو جرمونو پر ضد د مبارزې اداره او د حساسو پلټنو اداره په افغانستان کې د اداري فساد، د ملي امنيت پر خلاف قضو او د ترهګرۍ د چارو په اړه کار کوي .

که څه هم په دغو ادارو کې د افغانستان د لويې څارنوالۍ ، استخباراتو او د کورنيو چارو وزارت استازي هم شته خو افغان حکومت وايي دا مهال دغه استازي هېڅ واک نه لري.

ورته مطالب