'افغان پولیس' د ناټو دوه عسکر په ډزو ووژل

ټوپک
Image caption د والي وياند وايي لومړی لفظي شخړه شوې او بیا دواړو خواوو ډزې کړې دي.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين وايي د يوه افغان پوليس او اسپان،ي عسکرو ترمنځ د لفظي شخړې په پايله کي دواړو خواوو يو پر بل ډزې کړې چې په نتيجه کې يو افغان پوليس او دوه اسپانوي سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې له پېښې وروسته د قلعه نو ښار يوشمېر اوسېدونکو هم په مظاهره لاس پورې کړی او پوليس هڅه کوي چې وضعيت تر کنترول لاندې راولي.

تراوسه چارواکو د پېښې د اصلي لامل په هکله څرګندونې نه دي کړې.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين بي بي سي ته د تېلې فون پر کرښه وويل:

((نن سهار شاوخوا نهه بجې د بادغیس په مرکز کې یوه افغان پولیس له اسپانوي سرتېرو سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا د دواړو خواوو په ډزو کې یو افغان پولیس وژل او دوه بهرني سرتېري وژل شوي.))

ښاغلی شرف الدین وايي د افغان پولیس په ډزو د اسپانوي عسکرو يو ژباړن هم وژل شوی.

تر دې پېښې وروسته شاوخوا سلګونو کسانو لاریون وکړ او د اسپانوي ځواکونو په یوه مرکز کې يې اور بل کړ.

لاریون کوونکو د بهرنیو ځواکونو پرضد شعارونه ورکول.

خو د بادغیس والي دلبرخان ارمان وايي دا یاغي پولیس هغه مهال د بهرنیو عسکرو په ډزو ووژل شو، چې په وينا يې د قلعه نو په یوه پوځي مرکز کې يې د پوځي روزنې پرمهال د ټوپک خوله پر بهرنیو پوځيانو ور واړوله.

والي وايي چې د افغان پولیس په ډزو دوه بهرني پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ورته مطالب