ستاسي غږ: د نړیوالو لخوا پر شوو قراردادونو د افغان حکومت اندېښنې

ډالر

په تېرو نهو کلونو کې افغانستان ته د مرستې نژدې ۳۰ بيليونه ډالر راغلي چې افغان حکومت وايي په سلو کې يوازې ۲۰ يې د دوى له خوا لگول شوي او پاتې ۸۰ سلنه يې د حکومت له سلا مشورې پرته د بهرنيانو له خوال لگول شوې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي له خصوصي سکتور سره د نړيوالو قراردادونو د ارزونې حکم کړى دى.

په دې اړه د وزيرانو شورا په غونډه کې د وينا پرمهال، ښاغلي کرزي په ځانگړي ډول د حکومت له جگپوړو چارواکو او د هغوى له خپلوانو سره شويو قراردادونو ته گوته ونيوله.

په دې اړه وروسته له هغه افغان حکومت جدي شو چې د امريکا په ثنا کې دا خبره پورته شوه، چې افغان چارواکو او افغان سياستوالو له خوا تېرو دريو کلونو کې څلور بيليونه ډالر د بانکونو او د کابل د هوايي ډگر له لارې بهر ته لېږدول شوي دي.

خو افغان حکومت په کلکه دا خبره رد کړه او ويې وويل چې د لويو قراردادونو له لارې بهرنيانو دغې پيسې وهلې او بهرته يې ليږدولې دي.

په تېرو نهو کلونو کې افغانستان ته د مرستې نژدې ۳۰ بيليونه ډالر راغلي چې افغان حکومت وايي په سلو کې يوازې ۲۰ يې د دوى له خوا لگول شوي او پاتې ۸۰ سلنه يې د حکومت له سلا مشورې پرته د بهرنيانو له خوال لگول شوې ده.

د افغان حکومت لويه انديښنه داده چې همدغو قراردادونو افغانستان کې د فساد زمينه برابره کړې ده.

تاسو د نړيوالو له خوا د شويو لويو قراردادونو په تړاو د افغان حکومت د اندېښنو په اړه څه فکر کوﺉ؟

که غواړﺉ چې په دې اړه په پروگرام کې برخه واخلئ، نو د پنجشنې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته تيلې فون وکړﺉ:

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دارنگه په دې پته برېښناليک هم استولى شئ:

Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .