فضل احمد معنوي: د ټاکنو اړين توکي چمتو شوي دي

ښاغلی معنوي
Image caption د ولسي جرګې ټاکنو ته شاوخوا شل ورځې پاتې دي خو چارواکي وايي لا هم نا امنۍ د ټاکنو پر وړاندې لويه ننګونه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د امنيتي ځواکونو په مرسته يې ولايتونو ته د انتخاباتي توکو د لېږد بهير پای ته نژدې کړی دی .

دغه توکي لومړی د کمېسيون ولايتي دفترونو ته وړل کېږي او بيا د ولسواليو مرکزونو او له هغه ځايه د رای ورکولو مرکزونو ته وړل کېږي .

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايي تر اوسه يې ۱۴ ولايتونو ته انتخاباتي توکي رسولي او د نورو د لېږد چارې په چټکۍ روانې دي: (( تر اوسه د 31 ولايتونو لپاره د توکو تړل بشپړ شوي چې د څوارلسو ولايتونو مرکزونو ته لېږل شوي دي . د لسو ولايتونو تړل شوي توکي په هوايي ډګر کې الوتنې ته چمتو دي .

د اوو ولايتونو لپاره توکي د کمېسيون په زېرمتونونو کې تړل شوي پراته دي چې ډېر ژر به هوايي ډګر ته يوړل شي.

د دريو ولايتونو لکه کابل ، بلخ او پروان پر توکو کار روان دی چې تر سې شنبې پورې به هغه هم چمتوشي .))

ښاغلی معنوي وايي دا ځل يې د رای ورکولو ځايونه يا محلونو ته د رای پاڼو په شمېر کې د نورو ټاکنو په پرتله بدلون راوستی دی .

نوموړی وايي اوس به د هر مرکز او يا د رای ورکولو د محلونو لپاره يوه دقيقه احصايه وکړي او هم به د تېرو ټاکنو د رای ورکونکو شمېر معيار وټاکي ، وروسته به يوه کره شمېره راوباسي او په هماغه اندازه پاڼي به ولېږي.

د چارواکو په خبره د رايو هر محل ته به شپږ سوه پاڼي ورکړي خو په هغه ځای کې د رای ورکوونکو د شمېر د ډېرېدو په صورت کې به د امنيتي ځواکونو په مرسته له مرکزونو څخه اړيني پاڼې ولېږل شي .

د کمېسيون چارواکي ددې کار هدف د درغليو مخنيوی بولي .

دغه رازد کمېسيون چارواکي وايي د ټاکنو د بهير د رڼوالي لپاره تر اوسه څه باندي ۹۰ زره کتونکو او څارونکو له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو بنسټونو څخه اجازه ليکونه اخيستي دي: (( تراوسه د څارني لپاره د ثبت شويو بنسټونو شمېره ۵۲۲ ده .

په ټوليږ ډول ۹۰۴۲۹ کورنيو او بهرنيو کسانو ته د څارونکو په توګه باورليکونه ورکړل شوي دي .))

د کمېسيون چارواکي ټينګار کوي چې هر څوک که د څارنې د بنسټ ثبتول غواړي نو د ټاکنو تر پيل دوه اونۍ وړاندې يې موده پای ته رسېږي.

خوده زياته کړه هر هغه بنسټ چې د خپلو کارکوونکو لپاره باور ليک تر لاسه کوي د ټاکنو تر پيل يوه اونۍ وړاندي يې هم اخستلای شي خو شرط يې دا دی چې د باور ليکونو شمېر د رايو د محلونو تر شمېر ډېر نشي .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون داسي مهال دا چمتو والی اعلانوي چې د ولسي جرګې ټاکنو ته شاوخوا شل ورځي پاته دي .

يوه ستونزه چې د ټاکنو پر وړاندي پرته ده په ځينو ولايتونو کې ناسم امنيت دی چې د کمېسيون د چارواکو په خبره له همدې کبله به په ۲۵ولايتونو کې له ۶۸۳۵ مرکزونو څخه ۹۳۸ مرکزونه تړلي وي .

دوی وايې ښايي د امنيتي ګواښونو له کبله د تړلو مرکزونو شمېرنور هم ډېر شي.