کرزی: امنيتي کمپنيو ته د کال 2 ميليارده ډالر ورکول کېدل

Image caption ښاغلی کرزی وايي که امنيتي کمپنيو ته ورکول کېدونکې پيسې پر افغان ځواکونو ولګول شي نو ښه امنيت به ټينګ کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تر هغه نژدې دوه اوونۍ وروسته چې د يوه فرمان په ترڅ کې يې په افغانستان کې خصوصي امنيتي کمپنۍ لغوه کړې په يوه راډيويي وينا کې وويل دغو کمپنيو په کال دوه ميليارده ډالره لګښت درلود.

ولسمشر کرزي ډاډ ورکړ که دغه دوه ميليارده ډالره د افغانستان د ملي پوليسو او ملي اردو په تجهيز او روزنه ولګېږي نو د ده په وينا تر خصوصي امنيتي کمپنيو به بهرنيانو ته ډاډمن امنيت ټينګ کړي:

(( اطلاعات داسې ښيي چې ددغو خصوصي شرکتونو ښکاره لګښتونه په کال کې تقريبا دوه زره ميليونه ډالرو ته رسېږي . دغه ډول لګښتونه په افغانستان کې دامنيت د تامين پر ځای د بې امنيو او نورو بوږنوونکو پېښو لامل ګرځي .

که زموږ بين المللي دوستان او متحدان دغه پيسې د افغانستان د ملي پوليسو او امنيتي ارګانونو په پراختيا، تجهيز او تسليح مصرف کړي نو بې له شکه چې د بين المللي ټولنې د موسساتو دځان او مال د امنيت تامين به د خصوصي امنيتي شرکتونو په نسبت به ډېر مطمين او ډاډمن د افغانستان د امنيتي قواوو له خوا برابر شي . ))

ولسمشر کرزي وويل د افغانستان امنيتي ادارې به سر له همدې اوونۍ د لغوه شويو خصوصي امنيتي شرکتونو پر ضد عملي ګامونه پورته کړي او له فرمان سره سم به دا لړۍ پای ته ورسېږي.

ښاغلي کرزي خصوصي امنيتي کمپنيو ته ۱۲۰ ورځې وخت ورکړی چې په ټول هېواد کې خپل فعاليتونه ودروي.

افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځلې بيا تکرار کړه چې دغو امنيتي شرکتونو د افغانستان د ملي ګټو پر ضد کارونه کول او خلک ترې خوښ نه ول.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دمګړی په افغانستان کې ۵۲ خصوصي امنيتي کمپنۍ فعاليت کوي چې ډېری يې بهرنۍ دي او د کارکوونکو شمېر يې لسګونه زره کېږي.

دغه کمپنۍ تر ډېره په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ادارو ، بهرنيو وګړو او په هغو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو ساتنه کوي چې له خطره ډکې دي.

که څه هم يو شمېر لوېديزوالو د افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه ګام ملاتړ کړی ، خو ځيني بهرنيان د دغو شرکتونو د فعاليتونو پر ځنډولو خوښ نه دي.

کتونکي په دې اند دي ، تر هغه بايد امنيتي کمپنۍ ونه تړل شي چې افغان ځواکونه د دغې تشې د ډکولو جوګه کېږي.