محمد حليم فدايي: په وردګو کې حکومت واکمن دی

Image caption دا د بهرنيو ځواکونو يو اکمالاتي ګاډی دی چې څه موده مخکې په ميدان وردګو کې وسوځول شو.

د سولې او جنګ په نوم يوه نړيوال انستيتيوت د ميدان وردګو ولايت د ځايي خلکو او امنيتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ولسواليو له مرکزونو پرته په نور ولايت حکومت بشپړ حاکميت نه لري او طالبان يې کنټرولوي.

دوی د يوه امنيتي چارواکي له خولې ويلي د ولايت په سلو کې نژدې اتيا برخه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده.

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي ومنله چې په ولايت کې يې يو لړ ناامنۍ او د طالبانو خوځښتونه شته ، خو وايي هغومره نه دي چې په اړه يې ځينې رسنۍ ريپوټونه ورکوي.

دی وايي پر ټول ولايت کنټرول لري او داچې د تېرو څو مياشتو په پرتله اوس په کې امنيت ښه شوی دی .

خو د سولې او جنګ په نوم د يوه نړيوال انستيتيوت راپور د دغه ولايت د يوه امنيتي چارواکي له قوله وايي په ميدان وردګو کې وسلوال طالبان له ځايي حکومت سره موازي ادارې لري چې د دوی خپل والي، ولسوالان او قاضيان په کې ناست دي.

د دغه کس له خولې ويل شوي حکومتي مامورين د طالبانو له وېرې له دفترونو بهر نه شي را وتلی او له همدې کبله خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره پر حکومت ، طالبانو ته ترجېح ورکوي .

خو دغه ادعا د ميدان وردګو والي نه مني.

ښاغلی فدايي وايي افغانستان يوه دوديزه ټولنه ده چې خلک يې تر ډېره خپلې پرېکړې د قومي مشرانو په منځګړيتوب کوي او بايد د طالبانو او قومي سپين روبو ترمنځ توپير وشي.

ميدان وردګ د کابل سوېل لوېديځ ته پروت ولايت دی چې پوځي کارپوهان يې امنيت د پلازمېنې لپاره هم مهم بولي .