د هرات کسب ګر په انځورونو کې

د افغانستان په لوېديځ کې د کسب ګرو ملي ټولنې سيمه ييزې څانګې له سوداګرونه غوښتي چې په هرات کې وريښمين دستمالونو او لونګيو د کار ځايونو توليداتو ته ورته بهرني توکي وارد نه کړي.

چارواکي وايي په هرات کې له ډېر پخوا راهيسي وريښمينې لونګۍ او دستمالونه اوبدل کېږي خو په دې ورستيو کلونو کې له بهره د ورته توکو د راتلو له کبله يې بازار ډېر خراب شوی.

په هرات کې د کسب ګرو د ټولنې د بازار د کنترول د څانګې مرستيال سيد جواد جلالي وايي:

((موږ هغه کسان چې سرغړونه يې کړې وه او داسې توکي يې راواردول چې دلته توليديږي راوغوښتل د دوی نه مو تعهد واخیست چې نور د دې کار نه ډډه وکړي او کورني توليداتو ته ورته توکي وارد نه کړي دوی هم ژمنه وکړه او دا يې راسره ومنله.))

ښاغلی جلالي وايي اوس دې ته اړتيا ليدل کيږي چې د افغانستان په ګمرکونو کې دا ډول کورني توکي ثبت شي او همدا راز پر دي کاربوهان هم په ګمرکونو کې په کار وګمارل شي چې دوي په ظاهر يو ډول توليد شوي بهرني او کورني توکي سره بيل کړي:

((د بېلګي په توګه د ستمال وودونکو تر اوسه خپل توليدات نه دي ثپت کړي دغه مهارت په هرات کې شاوخوا ٥٠٠ کاله سابقه لري خو تراوسه چا دغه توکي په دولتي څانګو کې نه دي ثبت کړي.

په ګمرکونو کې هم بايد يو شمېر کاربوهان په کار وګمارل شي چې دوی په ظاهر يو ډول توليد شوي بهرني او کورني توکي سره بېل کړي. ))

په هرات ولايت کې د چارواکو په خبره پخوا شاوخوا ۳۰۰ داسې کارځايونه فعال وو چې وريښيمني لونګۍ او دستمالونه يې اوبدل خو اوس د دې کارځايونو شمېره تر ۵۰ هم راټيټه شوې.

نجيب الله د هرات په ښار کې د وريښميني دستمالونو د اوبدلو د يوه کارځای مشر وايي د بهرنه د دوی لخوا هر دول توليد شوي دستمالونو ته په ظاهر ورته دستمالونه راوړل شوي او د دوی د توليداتو بازار يې سخت خراب کړی دی:

(( پلاستيکي دستمالونه هم اوس په چين کې جوړيږي او سوداګر يې افغانستان ته راوړي دغه دستمال چې زه يې د اوبدلو لپاره شپيته يا اويا افغانۍ مصرفوم دوی تر دې هم ارزانه پلوري له همدې کبله زموږ د توليداتو پازار ډېر خراب شوی دی سوداګر د دې دستمالونو نمونه چين ته وړي او بيا په چين کې دې ته ورته توکي توليديږي او افغانستان ته راوړل کيږي.))

په هرات کې د کسب ګرو ملي ټولنې د سيمه ييزې خانګې چارواکي وايي ټولې اړوندې څانګې دنده لري چې د ولسمشر له حکم سره سم د دې ډول کسبونو او مهارتونو د ملاتر لپاره هڅه وکړي.

اوس تمه کيږي چې د دې کسب په بيا غوړېدو سره د هرات وريښميني دستمالونه يو وار پيا په افغانستان کې د ننه او نورو هېوادو کې کافي بازرا پيدا کري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .