په کابل کې د ښوونځي زده کوونکي 'مسموم' شوي

زده کوونکي
Image caption د افغانستان د روغتيا وزارت وايي روغتونو ته تر اوسه پورې لس زده کوونکي ور وړل شوي دي.

د پلازمېنې کابل د يوه ښوونځي زده کوونکي بيا ناڅرګندو کسانو مسموم کړي دي.

د تېرې چهارشنبې پر ورځ هم د يوه بل ښوونځي زده کوونکې مسمومې شوې وې.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي تر دې مهاله نه شي ويلای چې دقيقاً به دغه کار څوک کوي، خو د پوهنې د ښمنان يې بولي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې پر ښوونځيو د وسله والو بريدونو تر څنګ د ګازونو او نورو کېميايي توکو په مټ د زده کوونکو د مسومېدلو يو شمېر پېښې شوې دي.

د مسمومتيا وروستۍ پېښه د شنبې پر سهار د کابل په اتمه ناحيه سيد نورمحمد شاه مېنه کې د ذبيح الله عصمتي په ښوونځي کې وشوه.

د پوهنې وزارت د رسنيو د چارو رييس محمداصف ننګ وايي ناڅرګندو کسانو ښوونځي ته ګاز و شيندلی دی، دوی تښتېدلي او لسګونه ماشومان يې مسوم کړي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي روغتونو ته تر اوسه پورې لس زده کوونکي ور وړل شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي تر دې مهاله معلومه نه ده چې په دغه ښوونځي کې څه ډول ګاز کارول شوی دی.

دوی د کابل په يوه بل ښوونځي کې د تېرې چهارشنبې پر ورځ ګاز شيندل شوی او يو شمېر زده کوونکي يې مسوم کړي ول چې د روغتيا وزارت وايي د کارېدلي ګاز بېلګه يې ترکيې ته د څېړنو لپاره استولې ده.

د روغتيا وزارت وياند غلام سخي نور اغلي بي بي سي ته وويل په تېرو څو کلونو کې ډېر زده کوونکي د مليتنو په نوم يوې کېميايي مادې په مټ مسوم شوي دي:

''هغه څېړنې چې په تېر کې په کندوز او کابل ولايتونو کې شوې دي ښيي چې په دغو توکو کې'مليتن' کارول شوي او ور شيندل شوي دي.''

Image caption د تېرې چهارشنبې پر ورځ هم په کابل کې نا مالومو کسانو د ښوونځي نجونې مسمومې کړې وې.

دا لومړی پېښه نه ده ، وړاندې پر کابل سربېره په کندوز، کاپيسا، پروان، غزني ، کندهار کې هم ورته پېښې شوې دي او تر اوسه پورې يې نه چا مسؤوليت منلی او نه هم امنيتي ځواکونو ورسره په تړاو څوک نيولي دي.

امنيتي ادارې تر هرې پېښې وروسته د پلټنو ژمنه کوي خو د پوهنې وزارت وايي دوی ددغو پلټنو له پايلو نه دي خبر.

افغان چارواکي دا نه وايي چې دقيقا به دغه کار څوک کوي خو وايي د پوهنې دښمنان دي.

ورته مطالب