کابل: د کراولي خبرې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده

پي جي کراولي
Image caption ښاغلي کراولي ويلي ول چې د فضل احمد فقيريار د ګوښه کېدلو په تړاو يې له افغان حکومت څخه وضاحت غوښتی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د لوی څارنوال د پخواني مرستيال فضل احمدفقيريار د ګوښه کېدو په تړاو دامريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند څرګندونو هک پک کړي دي .

د بهرنيو چارو وزارت د وزيرانو د شورا له غونډې وروسته په يوه ويناپاڼه کې په ترخه او تونده ژبه ويلي د پي جي کراولي څرګندونې له ديپلوماتيک دوده سره اړخ نه لګوي او دا د افغانستان په اداري چارو کې لاسوهنه ده .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د ښاغلي فقيريار ګوښه کېدل دوديزه اداري خبره ده او دی د عمر د لوړېدو له امله تقاعد شوی دی.

د اګست پر 29 مه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند پي جي کراولي ويلي ول د ښاغلي فقيريار د ګوښه کېدلو په تړاو يې له افغان لوري وضاحت غوښتی دی.

د ښاغلي کراولي په وينا هغه څه چې ښاغلي فقيريار ترسره کول ډېر مهم ول . هغه ويلي ول هغه کسان چې په فساد کې ککړ خلک تعقيبوي او قانون ته يې راکاږي بايد له سياسي ملاحظاتو پرته پر خپلو دندو پاتې شي او په وينا يې دا هغه څه دي چې دوی يې له افغان حکومت څخه تمه لري .

Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د ښاغلي فقيريار ګوښه کېدل دوديزه اداري خبره ده او دی د عمر د لوړېدو له امله تقاعد شوی دی .

ښاغلي کروالي زياته کړې افغان حکومت هم بايد دا زبات کړي چې د فساد د له منځه وړلو په تړاو خپلې کړې ژمنې پلې کوي.

افغان کابينې هم پخپله اونيزه غونډه کې پر همدې مسلې خبرې کړې او د ښاغلي کراولي څرګندونې يې د افغانستان په اداري او قانوني چارو کې لاسوهنه بللې ده . د وزيرانو شورا ويلي دغه ډول څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف حرکت دی.

د لويې څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار څو ورځې وړاندې له دندې لري شو چې دی يې لامل ځينې فشارونه بولي خو حکومت وايي نوموړی له قانون سره سم تقاعد شوی دی .