هرات: د کمیابه مرغانو د قاچاق مخه ونیسئ

د افغانستان په لويديځ کې چارواکو له هېواد نه بهر ته د نادرو مرغانو د قاچاق مساله د اندېښنې وړ بللې ده.

يو شمېر نورو کارپوهانو بيا هغو کسانو ته د قانون له مخې د سزا په ورکولو ټينګار کړی چې د دې ډول نادرو مرغانو په قاچاق لاس پورې کوي.

د افغانستان په لوېديځ کي تر دي وړاندي هم د چاپېريال د سرچينو لکه څړځايونو او ځنګلونو د له منځه تلو په هکله اندېښنې څرګندې شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې چارواکي په سيمه کي د نادرو مرغانو د قاچاق پېښو د ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکوي.

Image caption عبدالقیوم افغان وايي د کميابه مرغانو د ارزښت په هکله یې د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيولي دي.

په هرات کې د چاپېريال ساتنې ادارې رييس عبدالقيوم افغان وايي د هرات په مختلفو سيمو کې د نادرو مرغانو د ښکار او يا بهرته يي د قاچاق ډېرې پېښې ثبت شوې دي: ''په وار وار موږ داسې پېښې ليدلې چې دا ډول کميابه مرغان يا په داسې حال کې چې لا الوتي نشي له ځالو نه ايستل شوي او يا داسې مرغان چې الوځي قاچاق وړونکو يې د دښتو او غرونو په لمنو کې نيسي او بهر ته يې وړي په دې الوتونکو کې شاهين او عقاب هم ليدل شوي.'' ښاغلی افغان وايي دوی په دې ورستيو کې د کميابه مرغانو د ارزښت په هکله د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيولي خو په وينا يې د عملي کولو لپاره يې پوره مالي توان نه لري: ''ډېر ژر به د هرات د بومي الوتونکو انځورونو د هغوی د نومونو او په هکله يې د کافي مالوماتو پوسترونه جوړ شي خو له بده مرغه په دي برخه کې موږ له مالي ستونزو سره مخامخ يو.''

ښاغلی افغان د مينا په نامه يوه ډول مرغه ته چې د افغانستان په لوېديځ او د سيمې په ځينو هېوادو کې ليدل کېږي اشاره کوي او وايي دا ډول مرغان چي د قاچاق لپاره يې هڅې هم کيږي د ښايست سربېره د کرنې په برخه کې د آفاتو د ورکولو په ډګر کې هم ونډه لري. په داسې حال کې چې د چاپېريال ساتنې اداره د نادرو مرغانو د قاچاق نه د مخنوي لپاره د خلکو د ونډې اخیستو پر اړتيا تينګار کوي، يو شمېر نور کارپوهان بيا وايي چې ټولو هغو کسانو ته چې د الوتونکو په قاچاق لاس پورې کوي بايد د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

وکيل احمد د هرات د ولايت د چاپېريال ساتنې د څانګې کارپوه وايي: '' ښه به دا وي د هغو کسانو مخه ونيسو چې دغه نادر مرغان په ناقانونه توګه بهرته لېږدوي د چاپېريال ساتنې په قانون کې سزا او تعزيرات ټاکل شوي دي، خو دا قانون نه پلی کوو د چاپېريال ساتنې اداره بايد يوازې د پاليسۍ د جوړولو پرځای عملي ګامونه هم پورته کړي.''

په هرات کې چارواکي وايي سره له دې چې په سيمه کې د هېڅ ډول بومي الوتونکي نسل د ورکېدو له ګواښ سره اوس نه دي مخامخ خو د دوی په وينا که د دې مرغانو د قاچاق مخنیوي همدا اوس ونشي، ښايي په چاپېريال کې د دې ستونزې لمن نوره هم پسې پراخه شي او دې هدف ته د دوی په وينا هغه مهال د رسېدو امکان شته چې دولت د نړيوالو موسسو په مالي مرسته بنسټيزه پروګرامونه په دې برخه کې جوړ او عملي کړي.

ورته مطالب