په تېرو ۲ ورځو کې ۱۰ امریکايي عسکر وژل شوي

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لس بهرني عسکر وژل شوي چې اووه يې امریکايان دي.

Image caption په روانه اګست میاشت کې افغانستان کې ۶۲ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

ایساف وايي څلور امریکايي سرتېري د هېواد په سویل کې د ماین چاودنې د تېرې یکشنبې پر ورځ او درې نور بیا د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ کې وژل شوي.

ایساف د درو وژل شوو بهرنیو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی.

له دې سره په روان کال کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو شمېر ۴۷۲ ته پورته شوی.

تېر کال تر همدې وخت پورې په افغانستان کې ۵۲۱ بهرني سرتېري وژل شوي ول.

د يو شمېر رسمي او خبري وېبپاڼو د رپوټونو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۲۰۴۰ ته رسېږي، چې په سلو کې ۶۰ یې امریکايان دي.

په روانه اګست میاشت کې افغانستان کې ۶۲ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

دا شمره په تېره جولای میاشت کې ۶۶ ته لوړه شوې وه، چې بهرنیو سرتېرو ته په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

په تازه پېښو کې د هنګري يو سرتېري هغه مهال ووژل شو، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته روان وو، چې خپل هېواد ته ستانه شي، او چاودنه پرې وشوه.

ورته مطالب