نيک کليگ : افغانستان کې بريالي يو

نيک کليگ
Image caption نيک کليگ وايي په افغانستان کې چارې په سم لورې روانې دي

بریتانیا د صدراعظم مرستیال نیک کلیګ په ناڅاپي سفر نن ( سه شنبه د اگست ٣١ مه ) افغانستان ته لاړ چې دغلته له بریتانیوي ځواکونو سره وګوري

نوموړی په هلمند کې د افغان پولیسو د روزنې مرکز ته لاړ او د هلمند له والي محمد ګلاب منګل سره يې هم ولیدل.ښاغلي کلیګ وویل په افغانستان کې د دوی ماموریت ستونزمن دی خو دوی د بریالي کیدو په حال کې دي.

(( څه چې موږ بايد وکړو ښکاره ده چې بايد د افغانستان له پوليسو او پوځ سره چې موږ يې روزو په گډه کار وکړو . دا داسې څه نه دي چې د سترگو په رپ کې دې وشي . موږ پنځه کاله لرو چې خبره سمه کړو . څه چې ما نن وليدل کاش کې يې برتانويان هم وگوري چې که څه هم بد خبرونه موږ اورو خو ريښتينى برياليتوب هم شته .د هلمند په زړۀ کې داسې سيمې شته چې دوه کاله وړاندې چې زۀ دلته راغلى وم څوک ورتللاى نه شواى . خو اوس داسې خلک شته چې وسلې پر مځکه ږدي او غواړي چې د هلمند په مرکزي سيمو کې سوله ييز ژوند وکړي . دا ډير دروماتيک بدلون دى .))

د برتانيا د صدر اعظم مرستيال د کوکنارو د توليد کميدل هم برياليتوب وبالۀ :

(( د کوکنارو توليد يوازې همدا تير کال دريمه برخه کښته شوى دى . د افغان پوځيانو روزنه تر ټاکلي هدف ډيره ترسره شوې ده .نو دا منم چې خطرونه شته او په دقيق ډول نه پوهيږو چې په څومره وخت کې او کله به بريالي کيږو خو په ښه لوري چارې اوښتي دي . گومان کوم له پوځي پلوه او که سياسي برخه هم سمه کړو ، روزنه سمه کړو د افغان پوځ او پوليسو په ملگرتيا ، گومان کوم بريالي کيداى شو . ))

داسې رپوټونه ول چې ښاغلى کليگ به په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره خبري ناسته هم ولري .

د ولسمشرۍ دفتر خبريالانو ته خبر ورکړى و چې د کابل پر وخت د ماښام شپږ بجې او ديرش دقيقې به ولسمشر کرزى خبري کانفرانس ته وينا کوي .خو وروسته بې له کوم ياد شوي دليل څخه دغه کانفرانس وځنډول شو

ورته مطالب