د ولسي جرګې ۱۴ نور کاندیدان له لېسته وایستل شول

لېست
Image caption د افغانستان ولسي جرګې ته شاوخوا ۲۶۰۰ کسان کاندید شوي، چې تر اوسه یې ۷۶ د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو سیالیو له ډګره ایستل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون په یوې نوې پرېکړې کې د ولسي جرګې لپاره د ۱۴ نورو نوماندانو نومونه د کاندیدانو له لیسته لیرې کړل.

پر دغو نوماندانو تور دی چې د کمیسیون لخوا پر ټاکلي وخت یې له خپلو پخوانیو دندو استعفی نه وه کړې.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایې د یو شمېر نورو نوماندانو دوسیې هم د څېړلو په حال کې دي او د نوماندۍ له شرایطو څخه د سرغړونې په صورت کې به د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.

له دغو نویو ۱۴ کسانو سره د هغو نوماندانو شمېر چې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو سیالیو له ډګره ایستل شوي دي، ۷۶ ته ورسېدل.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایي د دغو ټولو نویو کسانو نومونه په ټاکلي وخت له پخوانیو دندو د نه لیرې کېدو په تور له لیسته لیرې کړای شوي دي.

ددغه کمیسیون یو غړی او ویاند احمد ضیاء رفعت د لیرې شویو نوماندانو نومونه اخلي:

''د بغلان ولایت له ټاکنيزې حوزې څخه غلام سرور هباب، له پروان ولایته روشنا خالد، سید عبدالرازق او خالد، الحاج امام قل له کندزه، له پکتیا ولایت څخه سمین اکبري او هی ګل سلیمانخېل، له هلمند ولایت څخه حاجي محبوب شاه او حاجي غلام حسن او له کابل ولایته د استاد محمد یوسف، ثریا فیضي، ډاکټر عبدالخلیل خاکزاد ، جنرال امین الله امرخېل او احسان الله بارکزي نومونه له وروستي نوملړ څخه ليرې کړای شوي دي.''

تر دې وړانديې هم ۲۵ نوماندان چې تر نوم لیکنې وړاندې یې له خپلو دولتي دندو پر ټاکلي وخت استعفی نه وه کړې، د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو د کمیسیون د پرېکړې له مخې له وروستي نوملړ څخه لیرې شوي وو.

ددغه کمیسیون چارواکي وايي د یو شمېر نورو نوماندانو دوسیې هم تر پلټنې لاندې دي او په اړه به یې په راتلونکو ورځو کې وروستۍ پرېکړه واوروي.

یوازې د پخوانیو دندو پرېښودل نه دي چې له وروستي نوملړ څخه د کاندیدانو د نومونو د لیرې کېدو لامل شوي، بلکې د کمیسیون د چارواکو په خبره تر اوسه ۳۶ نوماندان له وسله والو ډلو سره د تړاو په تور او هم یو کس په دې تور له لیسته لیرې شوي دي چې بل کس یې پر ځای خپل نوم لیکلی وو.

له وروستي نوملړ څخه د کاندیدانو د نومونود له لیرې کېدو پرته ځینې نورې سرغړونې هم د نوماندانو له لوري شوې چې هغو ته جریمې او یا نورې سپکې جزاوې ټاکلې دي.

د کمیسیون چارواکي وایي دغسې کسان کولی شي د استیناف غوښتنه هم وکړي او د ځان د سپیناوي لپاره دلایل او اسناد وړاندي کړي، خو ښاغلي رفعت زیاتوي چې د استیناف تر مرحلې وروسته د کمیسیون پرېکړه وروستۍ ده او څوک د بیا د ورتلو چانس نه لري.

Image caption احمد ضیاء رفعت وايي د یو شمېر نورو نوماندانو دوسیې هم تر پلټنې لاندې دي او په اړه به یې په راتلونکو ورځو کې وروستۍ پرېکړه واوروي.

''د تېر ځل پر خلاف دا ځل د ټاکنيزو شکایتونو د اورېدو د کمیسیون ولایتي دفترونه د دوسیو د ارزونې او پرېکړې صلاحیت لري، خو که تورن کس جرم نه مني او دلایل لري، په کابل کې د دغه کمیسیون مرکزي دفتر ته مراجعه کولی شي، استیناف وغواړي او خپل دلایل وړاندې کړي، او هرکله چې کمیسیون د استیناف تر پړاو وروسته پرېکړه کوي، هغه ورروستۍ پرېکړه ده.''

ښاغلی رفعت دا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده بولي چې د نوماندانو د نومونو له لیري کېدو وروسته د ښار له بیلا بیلو سیمو کې د هغوی د عکسونو او تبلیغاتي پاڼو د لیرې کېدو په برخه کې اړین ګامونه واخلي.

د افغانستان ولسي جرګې ته شاوخوا ۲۶۰۰ کسان کاندید شوي، چې تر اوسه یې ۷۶ د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو سیالیو له ډګره ایستل شوي دي.

ورته مطالب