چاودنو 5 امریکايي پوځيان، 3 د اکسفام کارکوونکي ووژل

جنرال ډېوېد پيټرېیاس
Image caption جنرال ډېوېد پيټرېیاس ويلي چې اورپکي اوس هم د افغانستان په ځينو سیمو کې برلاسي دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د پنځو نورو امریکايي سرتېرو د وژل کېدا خبر ورکړی.

ناټو ځواکونه وايي دا څلور واړه امریکايي سرتېري نن (سه شنبه، د اګست ۳۱مه) د افغانستان په ختيځ او سوېل کې د سړک د غاړې د ماین په چادونه کې وژل شوي.

له دې سره په تېرو پنځو ورځو کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۲۳ ته وخوت.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي طالبان یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې له ځينو هغو سیمو نه چې په دې وروستیو کلونو کې یې لاندې کړې وې، په شا کړي دي.

خو نوموړي ويلي چې اورپکي اوس هم د افغانستان په ځينو سیمو کې برلاسي دي.

سوله ساتو ځواکونو نه يواځې د دوشنبې د ورځې ددغو پېښو کره ځايونه نه دي روښانه کړي، بلکې دا يې هم ويلي چې د سرتېرو هويت هم د خپلې پاليسۍ له مخې نه ښيي چې د کوم ځای او څوک دي؟

تېرې پرله پسې څلور ورځې په افغانستان کې د زيان له اړخه د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وې.

ايساف وايي ددغو پېښو په لړ کې يې درې سرتېري د شنبې پر ورځ په ختيځ کې او څلور امريکايي سرتېري يوه ورځ وروسته د يکشنبې پر ورځ په سوېل کې ووژل شول.

Image caption له دې سره په اګست کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده د سوله ساتو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ۷۲ تنو ته ورسېده چې په اوسط ډول په هره ورځ کې لږ تر لږه دوه سرتېري وژل شوي دي.

له دې سره په اګست کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده د سوله ساتو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ۷۲ تنو ته ورسېده چې په اوسط ډول په هره ورځ کې لږ تر لږه دوه سرتېري وژل شوي دي.

د القاعدې 2 غړي نيول شوي

بل خوا په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه آیساف وایي نن سهار یې له افغان ځواکونو سره د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ د دغه هېواد په شمالي ولایت کندز کې د القاعدې ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.

ویل کیږي چې دغه کسان د کندز په ښار کې نیول شوي دي.

آیساف وایي دغه کسان د ازبکستان اتباع دي او په خبره یې د ازبکستان له اسلامي تحریک سره یې تړاو درلود.

بل لوری په بدخشان ولایت کې د اکسفام نړیوالې موسسې پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودلی چې درې کسه یې وژلي او په پېښه کې دوه نور ټپیان شوي دي.

چاودنه د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د بدخشان د امنیت آمر جنرال سید حسین صفوي د پېښې پخلی کړی او وایي چې په وژل شوو کې دوه کسه د نوموړې موسسې کارکوونکي او یو بل یې ملکي وګړی دی.

ورته مطالب