دفاع وزارت: د ټاکنو ۱۰۰ تړل شوي مرکزونه پرانیزو

بیل بورډ
Image caption د افغانستان پارلمانی ټاکنې د روانې سپټمبر مېاشتې په اتلسمه نېټه ترسره کيږي او افغان امنيتي چارواکي وايي د ټاکنو امنيت به د څه باندې ۱۰۰ زره بهرنيو سرتېرو په ملاتړ د ۲۰۰ زره افغان ځواکونو له لوري ساتل کيږي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو په اړه امنيتي اندېښنې زياتې شوي د افغانستان د دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې د امنيتي ستونزو له امله د تړل شويو څه د پاسه ۹۰۰ مرکزونو له ډلې ځېنې يې بېرته پرانېزي.

دغه مرکزونه په نا امنو ولايتونو کې شتون لري . خو لا به هم د نا امنيو او درغليو له ويرې د رايې ورکولو په سلگونه نور مرکزونه د افغانستان په بيلا بيلو سېمو کې تړلې وي .

د افغانستان ددفاع وزارت د رايې ورکولو د پاتې تړل شويو يو شمير نورو مرکزونو د پرانيستو د هڅو ژمنه هم کوي.

وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل د هېواد په پنځو ناارامه ولايتونو کې ۹۱ هغه مرکزونه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو ترسره کېدل په کې ناشوني اعلان شوي وو دوباره پرانېزي:

''د هغو ارزونو له مخې چې موږ په دې وروستيو کې ترسره کړي کولی شو ۹۱ نور انتخاباتي مرکزونه هم پرانېزو. ۱۷ مرکزونه په هلمند کې ، اتلس په فارياب کې ، ۲۳ په غزني کې ، ۲۹ په بغلان کې او څلور مرکزونه په بادغېس کې دي چې کولی شو کار ترې واخلو، لا هم زموږ ارزونې دوام لري او د دې امکان شته چې يو شمېر نور مرکزونه هم پرانستل شي.''

Image caption د افغانستان ولسي جرګې ته شاوخوا ۲۶۰۰ کسان کاندید شوي ول، چې تر اوسه له وروستي لېسته څخه ۷۶ کسان ایستل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وړاندې په ټول هېواد کې د څه د پاسه ۶۸۰۰ مرکزونو له ډلې چې د هېواد د پارلماني ټاکنو لپاره په پام کې نيول شوي وو، د څه باندې ۹۳۰ مرکزونو د امنيتي ننګونو له امله د تړلو اعلان کړی وو.

ښاغلي عظيمي د امنيت د ټېنګولو په موخه د رغنده ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکړ ويې ويل چې د دغو مرکزونو د تړلو يوازنۍ لامل امنيتي ستونزې نه وې ، بلکې ځېنې يې پخپله د ټاکنو د کمېسيون له لوري تړل شوي دي:

'' تر اوسه د هغو انتخاباتي مرکزونو کره شمېر چې له اصلي شمېرې ۸۶۳۵ نه کميږي مالوم نه دی . وړاندې تر دې اعلان شوی وو چې ۹۳۸ مرکزونه بند شوي ، د دغو مرکزونو له ډلې ۱۴۰ يې پخپله د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرته له امنيتي ستونزو د ځينو نورو لاملونو له امله بند کړي وو.''

د افغانستان پارلمانی ټاکنې د روانې سپټمبر مېاشتې په اتلسمه نېټه ترسره کيږي او افغان امنيتي چارواکي وايي د ټاکنو امنيت به د څه باندې ۱۰۰ زره بهرنيو سرتېرو په ملاتړ د ۲۰۰ زره افغان ځواکونو له لوري ساتل کيږي.

ورته مطالب