یوشمېر کاندیدان: کمیسیون دوه مخی چلند کوي

جنرال امین الله امرخېل
Image caption جنرال امین الله امرخېل:''موږ په دې نظر يې چې عدالت تر پښو لاندې دى او هيواد پاله ، ژمن ، صادقه او په کار پو ه کسان فکر نکوم ددغه ډول دوه مخې چلند پر بنسټ او له قانونه د خپل تفسير ترمخه دغه متعهد کسان ولسي جرگې ته لاره ومومي.''

دغو نژدې ۱۰۰ تنو کانديدانو چې مېرمنې هم پکې وي د شکايتونو د اوريدو په کميسيون تور ولگاوه چې د هغو کسانو په وړاندې کميسيون پټه خوله پاتې شوى چې په وينا يې د بشري حقونو د نړيوالو ټولنو لخوا د بشري حقونو سرغړوونکي او جنگ سالاران بلل شوي.

خو دغو کانديدانو د چا نوم ته گوته ونه نيوله.

پر يوه ځاى دغو سلگونو را ټولو شويو کانديدانو له ملگرو ملتونو او د قانون د ساتنې له ادارو وغوښتل چې ددغې ستونزې پوښتنه وکړي.

خو د شکايتونو د اوريدو کميسيون دغه تورونه ردوي او په دې برخه کې د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه لري.

د ولسي جرگې لپاره د کابل يو شميررا غونډو شويوکانديدانو د ټاکنو خپلواک کميسيون او دارنگه د ټاکنو د شکايتونو داوريدوکميسيونونه تورن کړل چې په وينا يې ځينې کانديدان په بيلا بيلو بهانو له سيا ليو وباسي.

په کابل کې پر خپل وخت له دندې د نه لاس په سر کېدو له کبله د ولسي جرگې د کانديدانوله لسته تيره ورځ ليرې کړای شوي کانديد امين الله امرخېل وويل چې دواړه کميسيونونه د کانديدانو سره دوه گونۍ چلند کوي:

''موږ په دې نظر يې چې عدالت تر پښو لاندې دى او هيواد پاله ، ژمن ، صادقه او په کار پو ه کسان فکر نکوم ددغه ډول دوه مخې چلند پر بنسټ او له قانونه د خپل تفسير ترمخه دغه متعهد کسان ولسي جرگې ته لاره ومومي.''

ښاغلي امرخيل له دندې د نه لاس په سر کيدو مسلې ته په اشارې سره وويل چې د ولسي جرگې يوشمير غړي لاهم دولتي معاش اخلي او له دولتي امکاناتو گټه پورته کوي خو په وينايې په اړه يې د شکايتونو کميسيون چوپۀ خوله پاتې دى.

خو د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کميسيون دغه ادعاوي ردوي او وايي چې دوى د قانو ن پر بنسټ گامونه پورته کړي او د کميسيون د يوه غړي او وياند احمد ضيا رفعت په خبره لابه يې پورته کوي:

'' بايد ووايو چې د ټاکنو د قانون پر بنسټ د اوسنى ولسي جرگې استازي حق لري چې خپلې دندې ته دوام ورکړي . دا چې د شکايتونو کميسيون دوه ډولهخ چلند کړى دا خبره ردوو او که دغه ادعا کونکي اسناد وړاندي کړي چې کوم کانديد له دولتي دندې استعفا نه وي کړي او موږ څه نه وي ورته ويلي موږ ته دې وښيي موږ به يې په وړاندې گام پورته کړو . خو د شکايتونو کميسيون د بشري حقونو د نا قضينو او جنايت کونکو د دوسيو څيړنه نشي کولى او نه حکم پر ې صادرولى شي. ''

دغه شکايتونه په داسې مهال را پورته شو ي چې تر اوسه څه باندې اويا تنه په ټول افغانستان کې د ولسي جرگې ټاکنو ته ولاړ کسان له دندو پر وخت د نه لاس په سر کيدو او له غير مسولو وسله والو ډلو سر ه د تړاوو په تورونو د کانديدۍ او سيالۍ څخه بې برخې کړل چې يو شمير پيژندل شوي نوي کانديدان هم پکې راځي .

بلخوا په دغې اعتراضيې ناستې کې يو شمير ښځينه کانديدانو له ځينو سيمه ييزو زور واکانو سر ټکاوو چې په خبره يې دهغوى د گواښونوله کبله ټاکنيزې منډې ترړې او سيا لۍ نشي تر سره کولى.

د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کميسيون وايي که په دې تړاو هر څوک شکايت ولري له دوى سره يې شريکولى شي چې تر کره کيدو وروسته به يې په وړاندې گامونه پورته کړي .

ورته مطالب