ستاسو غږ :د افغانستان بانکي نظام څومره خوندي دى؟

کابل بانک

په تېرو لسو کلو کې لس خصوصي بانکونه په افغانستان کې وگړو، سوداگريو او حکومت ته د خدماتو په وړاندې کولو لگيا دي.

د افغانستان ځوان بانکي نظام تر هغه وروسته له ازموينې سره مخامخ شو چې د يوه ستر خصوصي بانک پر مالي روغتيا پوښتنې راپورته شوې.

د لوېديځو مطبوعاتو د خبر له مخې، کابل بانک ښايي تر درې سوه ميليونو ډالرو ډېر زيان کړى وي چې ورسره يې د معاملو پر وړتيا شک پيدا شوى دى.

خو د افغانستان بانک وويل چې حالت په کلکه څاري او پرې به نږدي چې دغه بانک ديوالي شي. د بانک پر مشرانو چې د سر سر دوه يې اوس لېرې شوي، د فساد او ناوړه ادارې تور لگېدلى و.

خو کابلبانک د افغانستان د نوي ټوکېدلي بانکي ډگر يوازينى لوبغاړى نه دى. په تېرو لسو کلو کې لس خصوصي بانکونه په افغانستان کې وگړو، سوداگريو او حکومت ته د خدماتو په وړاندې کولو لگيا دي. زرگونه عادي وگړي هم د ونډه والو، سپماگرو يا پور اخيستونکو په توگه ددغو بانکونو مشتريان دي.

په دې خپرونه کې غواړو پر دې وغږېږو چې د افغانستان بانکي نظام څنگه چلېږي او څومره خوندي دي؟

خپلې پوښتنې او تجربې راسره شريکې کړئ او موږ به يې له خپل مېلمه – د پښتني بانک له مشر گل مقصود ثابت سره وڅېړو.

خپرونې ته د پنجشنبې پر ماښام پر دې شمېره زنگ راووهئ:٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

او يا مو اېس اېم اېس-- يا لنډ ليکلى پيغام دې شمېرې ته راواستوئ: ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

که برېښناليک راستوئ، پته داده: pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

ستاسې بريښناليکونه

نصرالله، کندهار

زما په خيال د دي پيښي څخه په ګټه اخيستو د افغانستان بانک بايد پر خصوصي بانکونو خپل نظارت نور هم ټينګ کړ. او خپل د اوډيت نظام ته نوره هم پراختيا ورکړي.

نقيب الله، کندهار

کابل بانک څخه ډیر خوښ یم خو د کابل بانک کارکونکي نور هم ټریننګ ورکول په کار ده او باید time table د تنخواه او دفتری salary وخت معلوم شی کله چی څوک وغواړی چی خپل حساب جمه کړی.

عبدالصمد غزنيوال،کابل

د افغانستان قوانين د خصوصي بانكونو په برخه كي څومره وضاحت لري چې ... خلکو ته ډاډ وركړ شي چې د دوى سرمايه به په اوبو لاهو نشي.

واسع الله مياخېل،لغمان

زما په اند باید دولت د هیواد په اقتصادي وضعه پوره کنټرول ولري څو د هغه خودسریو مخه ونیسي چې زیان یې زمونږ هیوادوالو ته په مستقیمه توګه رسیږي، اوپوښتنه مې داده که چیرې کابل بانک په رشتیا هم دیوالي شي نو د مرکزي بانک رول به ددې په وړاندې څه وي؟

هلال ساپی، اسد آباد، کونړ

که د افغانستان بانک د يوه خصوصي بانک د روغتيا ضمانت کړى وي، که ستونزه ورته پيدا شي، آيا د خلکو شتمنۍ د افغانستان بانک ورکوي؟

سردارولي منگل، خوست

ددې لپاره چې يو خصوصي بانک د کار اجازه تر لاسه کړي د افغانستان بانک ترې څومره پيسې اخلي.

ظريف الله، فضلي

کوم ضمانت چی خصوصی بانکونه یی له دولت سره لري ډیر کم نه دی؟ اود ديوالي کېدو په صورت کې يې د خلکو له سپماوو سره څه کېږي؟

لاجبر علي جبارخېل ،جلال آباد

ځینی شخصی بانکونو دی خبری ته ډیره هوا ورکړی ده چې کابلبانک بد نام کړي.

فريد احمد پوپل، کندهار

که بانک ديوالي شي څوک يې غم نشي خوړاى، ځکه چې د افغانستان بانک هم په خيراتونو او پورونو چلېږي.او بله دا چې خصوصي بانکونه تر خپلې شتمنۍ پورته معاملې کوي او دومره زيان اړوي.

اسماعيل ارين، گردېز، پکتيا

آيا دا د کابلبانک خلاف دسيسه نده؟ په هغه کې د خلکو سپاوې او پانگې څومره خوندي دي.

نورمحمد وحيدي، کندهار

دافغانستان بانک له نورو يا خصوصي بانکونو څخه څه توپير لري او څومره مشتريان لري اوتاسي ترې راضي ياست؟

ميرويس نجيبي،جلال آباد

په اوسنیو ناګواره شرایطو کی دافغانستا ن دغه اوسني فعال بانکونه څومره د عامه وګړو د ډاډ وړدي ترڅوخپلې شتمنۍ هلته خوندي کړي؟

ذبيح الله نورورزي ،سيد آباد، وردک

دافغانستان اقتصادی ډگر هم د زورواکوپه لاس کی دى نو هرڅه یې چې زړه وي هغه به کوي که چیرته د عامه وگړو سرمایی هم چورشی نو حکومت به یی پروا ونلري.

محمد شعيب ، کابل

موږ به څنگه په تجارتي بانکو باندې اعتبار وکړو، د افغانستان حکومت تر اوسه د خپل امنیت جوگه ندى چی خپل امنیت عوامو ته ونیسی.

خصوصي تجارتی بانکونو څومره بودجه مرکزي بانک ته په ضانت ايښې او پر څومره پیسو کار کوي. زما په نظر ټول تجارتی بانکونه د مرکزی بانک له قانون سره سم چلند نکوی .که حکومت کی دومره ظرفیت وي چې تجارتي بانکونه کنټرول کړی، نو دوی خپل ملي بانک ولې نه تقویه کوي.

عزيزالله څرگند، هوتک

کابل بانک په افغانستان یوازينی بانک دي چې په شفافه توګه افغانانو او بهرنیانو ته خدمات وړاندی کوي او په هیڅ وجه موږ ددغه بانک په تاوان خوښ نه یو کابل بانک په حقیقت سره د ټولو بانک دی.

امام جان، کابل

ولې د افغانستان بانک، خصوصی بانکونه د اسلامی بانکدارۍ په چوکاټ نه راولی. فقط دوه یا درې بانکونه اسلامی بانکداري لري ایا همدومره کار هم نشی کولای؟

حاجي خانجان ، کابل

هغه مرجع چه کابل بانک دی بې باوره وخوت او که زموږ ریيس جمهور هغه متل دی که پهلوان زنده خوش است که داسی یی نو چه مونږ خپل غم بل خوا وگالو.

مزمل، جلال آباد

د افغانستان بانک بايد د طلوع د بانکونو پلټنه هم وکړي.

هدايت ايمان ، کابل

زه په کابلبانک کې درې حسابه لرم او درې واړه پرانستي دي. دا ستونزې به همدومره چې چټکې رامنځته شوې، همدومره چټکې له منځه ولاړې شي.

محمد رفيق خان، گردېز، پکتيا

د افغانستان بانکي نظام بريالى ندى، ځکه چې په نورو ښارونو کې څانگې نه لري او کارکوونکي يې مشتريانو ته درناوى نه کوي.

شکېبا، کابل

سوال: آیا دافغانستان بانک، به د کابل بانک به د دوه لوړپورو لیری کیدو اکتفا وکړی او یا به ددوی مالی حساب کنټرول کړی او که یی واقعاً اداری فساد پکی پیدا که بیا به یی دقانون منگولو ته وسپاری او که دا پروسه مخ ته یوسی په څه ترتیب؟ ممکن نور ټیټ پوړي هم په کې شریک وی.

خوشال ساپى، جلال آباد

ویل کیږي چه د کابل بانک له لاری د افغانستان لوړپوړي چارواکي، د کرزي ورور په شمول یې پانګه له هیواده بهر وباسي. که دا حا لت دوام وکوي، طبيعی ده چه دا ستونزی به رامنځته کیږي

احمد شاه نورزي، داليان، چين

که چیری د افغانستان کوم خصوصي یا شخصي بانک تاوان وکړي یا دیوالي شي او ونه شي کړای چی د خلکو پیسې بیرته ورکړي، نو څوک به مسوول وي؟ حکومت که په خپله خصوصي بانک ؟ او هغه څنګه ؟

سيد حبيب، کابل

که يو خصوصي بانک ديوالي شي نو د خلکو له پيسو سره څه کېږي؟ څوک شته چې تاوان ورکړي؟

ثمر احمد زى ، ډنمارک

زما په نظر دا د افغان حکومت په ضرر ده، ځکه چې خلک په ملي بانک کې پانگې نه اچوي، له دې امله چې پرمختللې ټکنالوژۍ باندې نه دى سمبال.

حکمت الله حکمت، مالمو سويډن

زه د 1999 کال را هیسی د سویډن د هیواد په بانکي او د بیمې په برخه کی دنده لرم .کله چی دپلارني هیواد افغانستان د بانکي چارو کړه وړه او اعلانات وینم نو د بی باورۍ په سترګه ورته ګورم .

ځکه چې زما د پلارنۍ ټاټوبي بانکي چارې له سیاسي چارو سره ورته دي او هغه داچی چارواکی يې صلاحیت لري خو مسؤلیت نه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .