معنوي: د ټاکنو لپاره چمتوالی بشپړېدونکی دی

Image caption چارواکي وايي هڅه کوي چې پاتې سيمو ته هم ډېر ژر د ټاکنو لپاره ټول اړين توکي ورسوي .

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره يې چمتوالی بشپړ شوی او د ډېرو ولايتونو مرکزونه ته يې د ټاکنو اړين توکي رسولي دي .

د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايي پاتې سيمو ته به هم ډېر ژر اړين ټاکنيز توکي ورسوي .

ښاغلي معنوي وويل د چتووالي په لړ کې يې په ټول افغانستان کې يو نيم زر کسان ددې لپاره ګمارلي چې د ټاکنو د څرنګوالي او کېدو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړي .

دغه راز هغه وويل چې د رای ورکولو ازمايښتي پاڼې هم چاپ شوې او نوماندانو ته ور وېشل شوې چې هغوی خپلو پلويانو ته وښيي چې څنګه دوی رايه ورکړي .

ښاغلي معنوي وويل د ټاکنو لپاره کورنيو او نړيوالو څارونکو ته د څارنې اجازه ورکړل شوې ده :

((کمېسيون د شفافيت د لاښه تضمين په موخه د څارونکو ٩ کورنيو ادارو او لسو بهرنيو ادارو ٢٢ کورنيو ملي رسنيو ، ١٢ نړيوالو رسنيو ، د ٧ سيا سي گوندونو او ٩٥٩ کانديدانو ته د څارونکو او کتونکو په توگه جواز ورکړى.

په ټوله کې څه باندې يو سل او ٧٦ زره د څارونکو ، کتونکو او خبريالانو کارتونه ويشل شوي دي. )) په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې شاوخوا يو کال مخکې وشوې چې د درغليو او لاسوهنو له پراخو ادعاو سره ملې وې .

د ادعا شويو درغليو د بالقوه تکرار د مخنيوي لپاره اوس ډېر څارونکي وايي چې بايد د ټاکنو دکمېسيون يو شمېر لوړپوړي چارواکي ګوښه او پر ځای يې نوي کسان وګمارل شي.

ښاغلی معنوي همدغه اندېښنه پر ځای بولي او وايي دوی به له يو شمېر کسانو څخه ازموينه واخلي چې تر برياليتوب وروسته به د پخوانيو کارکوونکو پر ځای وګمارل شي.

د ولسي جرګې ټاکنې له نن څخه شپاړس ورځې وروسته کېږي خو نا امني يې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بلله کېږي .

د ټاکنو کمېسيون وايي د نا امنيو له کبله به په ټول هېواد کې د رای ورکولو تر اته سوه زيات مرکزونه تړلي پاتې شي چې ورسره به زرګونه هغه کسان چې د رای ورکولو په شرايطو برابر دي خپله رايه و نه شي کارولی.