د سولې د عالي شورا د غړو پر ټاکنه غور روان دی

د سولې مشرورتي جرګه
Image caption له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د سولې د عالي شورا د جوړلو پرېکړې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د سولې د عالي شورا د جوړولو په موخه ځينې پخواني جهادي مشران او سياسي کسان ارگ ته وربلل شوي وو.

صبغت الله مجددي، برهان الدين رباني،شيخ اصف محسني، پير سيد احمد گيلاني،محمد محقق، سليمان يارى، نعمت الله شهراني، محمد اسماعيل ، سيد حامد گيلاني،عبدالهادي ارغنديوال،حاجي دين محمد، موسى هوتک او ارسلا رحماني هم په دغه غونډه کې برخه اخستې وه.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ يوه وياند حامد علمي بي بي سي ته وويل په غونډه کې پريکړه وشوه چې دغه شورا به له پېنځوسو کسانو څخه جوړه شي.

ښاغلي علمي وويل په دې لړ کې د جهادي او سياسي مشرانو د سلا مشورې درېيمه غونډه د شنبې پر ورځ جوړيدونکې ده،چې په ترڅ کې به يې د سولې د عالي شورا د غړو نوملړ وروستۍ بڼه خپله کړي.

خو د افغانستان د ولسي جرگې يوه تن غړي بي بي سي ته وويل چې د ځينو پخوانيو جهادي مشرانو نومونه په دغه نوملړ کې ځاى لري.

نوموړي په دې ترڅ کې د عبدالرب رسول سياف،محمد محقق،اسماعيل خان،شيخ اصف محسني او برهان الدين رباني نومونه واخستل .

همدا راز نوموړي د سيد احمد گيلاني،انوار الحق احدي،عبدالهادي ارغنديوال،راضيې نعيمې،جميلې مجاهد،محبوبې حقوقمل، حوا عالم نورستانۍ او صفيې صديقي نومونه هم د هغه سل کسيز نوملړ برخې وبللې چې افغان ولسمشر برابر کړى دى.

له دوى څخه به پېنځوس تنه د سولې د عالې شورا د غړو په توگه وټاکل شي.

د سولې عالې شورا جوړول د سولې د ملي مشورتي جرگې له پريکړو څخه وه،چې له وسلوالو طالبانو او نور حکومت ضد وسلوالو ډلو سره د جوړجاړي د خبرو په موخه جوړېږي.