معنوي: که امنيت خراب وي نو ټاکنې به و نه شي

رای پاڼې
Image caption د ټاکنو د ځنډولو بالقوه پرېکړه د امنيتي حالاتو د خرابتيا له امله د ټاکنو په تړاو د کمېسيون تر ټولو سخت ګواښ بلل کېږي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له را نژدې کېدو سره د امنيتي حالاتو په اړه هم اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي .

مخالفو وسلوالو خپل بريدونه زيات کړي او وار له مخې يې دا ګواښ هم کړی چې ټاکنې به ګډوډوي.

له ټاکنو سره تړلې يوه وروستۍ امنيتي پېښه تېره ورځ په بغلان ولايت کې وشوه چې د ټاکنو د کمېسيون اته ويشت سيمه ييز کارکوونکي ددغه ولايت په بورقه ولسوالۍ کې نا څرګندو وسلوالو وتښتول .

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي له بي بي سي سره په خبرو کې اندېښنه وښوده : (( دغو خبرونو زه ډېر اندېښمن کړی يم ، او ټاکنو ته يې ډېره صدمه رسولې ده .موږ له امنيتي چارواکو غواړو چې د انتخاباتو د سايټونو، زموږ د همکارانو ، نوماندانو او رايه ورکوونکو امنيت وساتي چې سمې رڼې او عادلانه ټاکنې وشي .))

د افغانستان په شمال کې پروت بغلان ولايت په دې ورستيو کې نسبتا نا ارام شوی دی .

دغلته د حکومت وسلوال مخالفين فعال شوي او وخت ناوخته پر دولتي بنسټونو او مامورنيو بريدونه کوي .

خو ښاغلی معنوي وايي دوی ته تر اوسه نه ده معلومه چې همکاران به يې چا تښتولي وي خو په وينا يې قومي مشرانو په دې اړه هڅې او خبرې اترې پيل کړې دي: ((په بغلان د تښتولو شويو انتخاباتي کارکوونکو په اړه راته ضد و نقيض راپورونه رسېدلی چې دوی چا تښتولي او چيرته يې بېولي دي . خو کره معلومه نه ده چې چا تښتولي مګر مذاکرات روان دي .

قومي مشرانو او سپين ږېرو په دغې موضوع باندې خبرې پيل کړې خو اصلي خبره تر اوسه معلومه نه ده او هڅې روانې دي .))

د ولسي جرګې ټاکنې پوره پېنځلس ورځې وروسته کېږي خو د ټاکنو کمېسيون وايي چې که امنيت د اوس په څېر خراب وي نو کېدای شي ټاکنې و نه شي. دا د ټاکنو په تړاو د کمېسيون له لوري تر ټولو جدي ګواښ دی .

ښاغلی معنوي وايي د ټاکنو د امنيت د خوندي کولو په موخه به له ولسمشر او امنيتي ادارو سره وګوري او له هغوی به وغواړي چې بايد امنيت ښه ټينګ کړي .

ده بيا هم تکرار کړه چې د امنيت د خراب حالت له امله اندېښنه لري او دا ګواښ يې هم وکړ چې : ((که امنيت ټينګ نه شي او ټاکنې وشي نو رڼې او عادلانه به نه وي.))

ښاغلي معنوي وويل که امنيتي ځواکونو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راشي نو کمېسيون به له خپلو قانوني واکونو څخه کار واخلي .

که څه هم نوموړي دغه قانوني واکونه روښانه نه کړل خو داسې ښکارېده چې موخه يې د ټاکنو ځنډول دي.