د سولې د عالي شورا د غړو وروستی نوملړ

Image caption له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د سولې د عالي شورا د جوړلو پرېکړې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې شوې ده.

د افغانستان د ارګ سرچینې وايي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړو نوملړ وروستۍ بڼه خپله کړه.

هغه غونډه چې نن په همدې تړاو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه، خپله ولسمشر حامد کرزي او یوشمېر جهادي او سیاسي مشرانو پکې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د جوړولو په ترڅ کې درېیمه غونډه نن د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وشوه، چې یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو پکې برخه اخیستې وه.

سربېره پردې د اوسنۍ کابینې ځینې غړي هم په غونډه کې حاضر وو.

تېره اوونۍ د ولسمشرۍ مانۍ ويلي وو چې د دغې شورا د غړو د غوره کولو په موخه ولسمشر حامد کرزي یو سل کسیز نوملړ جوړ کړی دی چې ۵۰ کسه به ترې د سولې د عالي د غړو په توګه ويپژني .

خو نن چې له ارګه کومه خبرپاڼه خپره شوې ده، ایله دومره یې لیکلي دي چې د سولې د عالي شورا د غړو نوملړ وروستۍ بڼه ومونده. او نومونه به یې تر اختر وروسته اعلان شي.

په نننۍ غونډه کې سربېره پر ولسمشر حامد کرزي صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، کریم خليلي، ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، پیر سید احمد ګیلاني، محمد محقق، نعمت الله شهراني، حاجي دین محمد، حبیب الله غالب، معصوم ستانکزي، سلیمان یاري، فاروق وردګ، عبدالهادي ارغندیوال، مولوي ارسلا رحماني، او ځينو نورو حکومتي چارواکو برخه اخیستې وه.

د سولې عالي شورا جوړول د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړو څخه ده، چې له وسله والو طالبانو او نورو حکومت ضد وسله والو ډلو سره د جوړجاړي د خبرو په موخه جوړېږي.

ورته مطالب