پكتياوالې له لوړو زده كړو محروميږي

افغانې نجونې
Image caption په پكتياپوهنتون كې د نجونو لپاره د لوړو زده كړو شكايت په داسې حال كې راپورته كيږي چې په ټوله پكتيا كې له لومړي ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې تر څلوېښت زرو نجونې په اوه دېرشو بېلا بېلو ښوونځيو كې په زده كړو بوختې دي.

په پكتيا كې له ۱۲ ټولګيو څخه فارغې نجونې شكايت كوي چې له څلورو كلونو را پدېخوا له ښوونځيو څخه فارغيږي او په كورونو كيني.

دوی وايي چې له ښوونځيو څخه تر فارغېدو وروسته ورته په پكتيا كې د لوړو زده كړو زمينه نه ده برابره شوې او له ولايت څخه د باندې ورته كورنۍ اجازه نه وركوي چې لوړې زده كړې وكړي.

په تېرو دريو كلونو كې له ښوونځيو څخه ۶۰ فارغې نجونې دا مهال په كورونو ناستې دي او نه شي كولى چې پوهنتونو ته ولاړې شي.

تېر كال په ګردېز كې د حليمه خزان په نوم له يوې لېسې څخه فارغه پېغله ستورۍ (سعادت) وايي چې كورنۍ يې تر ۱۲ ټولګي پورې د زده كړو اجازه وركړې .

دا وايي چې د پكتيا په پوهنتون كې د نجونو لپاره ځانګړي ټولګي نشته چې هغوی پكې لوړې زده كړې وكړي.

ستورۍ زياتوي كه كومه نجلۍ د كانكور په ازموينه كې بريالۍ هم شي له ولايت دباندې پوهنتونو ته نشي تلاى:

''زما يوه ټولګيواله د كابل پوهنتون ته كاميابه شوې وه خو كورنۍ يې اجازه نه وركوله چې زده كړې وكړي.''

جميله يوه بله فارغه پيغله ده چې له ورته ستونزې سر ټكوي او وايي چې كه دا ځل د كانكور ازموينه ورهم كړي او د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالۍ شي . نو نشي مولاى چې دا ارمان يې تر سره شي .

هغه وايي د پكتيا په پوهنتون كې له هلكانو سره يو ځاى نشي كولاى چې زده كړې وكړي:

''په پكتيا پوهنتون كې دې نجونو ته ځانګړى ځاى جوړ شي كه نه په دې ډول موږ نه شو كولاى چې پوهنتون ولاړې شو.''

دا ډول شكايتونه يوازې دنجونوله لوري نه بلكې ځينې ميندې هم دا خبره كوي چې خپلې لوڼې له پكتيا پرته نورو ولايتونو ته په زده كړو پسې نشي لېږلى.

ډاكتره نازدانه وايي دوه لوڼې يې تير كال د كابل او ننګرهار پوهنتونونو ته بريالۍ وې خو په وينايې چې دا مخه يې نه ليدله چې هغوئ دې نورو ولايتونو ته د زده كړو لپاره وليږي:

''له پكتيا پوهنتون پرته نورو پوهنتونونوته لوڼې نشم ليږلى ځكه د پكتيا دودونه دا اجازه نه راكوي . چې لوڼې مې په ليليه كې واوسي.''

ددې تر څنګ چې په پكتيا كې لوڼې او ميندې د لوړو زده كړو په برخه كې له پرتو ستونزو شكايت كوي.

خو دپكتيا پوهنتون چارواكي دا نه مني چې دوی پدې برخه كې هڅه نه ده كړې او پړه خپله پر زده كوونكو او د هغوی په كورنۍ وراچوي، چې له دوئ سره يې دا ستونزه نده ياده كړې.

هغه وايي چې دى هم د پكتيا دخلكو له ټولو دودونو سره بلد او په پام كې نيسي او په وينايې چې دا خبره به د لوړو زده كړو له وزارت سره يادوي تر څو حل لاره ورته پيدا كړي.

د پكتيا پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله (پريار) وايي كه چېرې دغو زده كوونكو خپله ستونزه له دوی سره ياده واى ارومرو به يې ددوئ لپاره د لوړو زده كړوزمينه برابره كړې وايي:

''كه چيرې دا زده كوونكي وغواړي چې په پكتيا كې زده كړې وكړي زه به له پوهنتون بهر هم ورته د زده كړو ځاى برابر كړم ولې دوی دا ستونزه ماته نده ياده كړې.''

په پكتياپوهنتون كې د نجونو لپاره د لوړو زده كړو شكايت په داسې حال كې راپورته كيږي چې په ټوله پكتيا كې له لومړي ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې تر څلوېښت زرو نجونې په اوه دېرشو بېلا بېلو ښوونځيو كې په زده كړو بوختې دي.

دا مهال د پكتيا پوهنتون د كرنې، ښوونې او روزنې په پوهنځيو كې نږدې دوولسوه نارينه محصلان زده كړې كوي.