کمیسیون: د ټاکنو پر ورځ به 5897 مرکزونه پرانیستي وي

Image caption ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د وږي پر اووه ويشتمه وشي .

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له را نژدې کېدو سره د امنيتي حالت په اړه هم اندېښنې مخ پرزياتېدو دي .

افغان حکومت د ټاکنو د امنيت پر سر د خبرو اترو لپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي او د ناټو د عمومي قوماندان په ګډون ځانګړې غونډه کړې ده.

دغه راز ولسمشر کرزي امنيتي ادارو ته امر کړی چې په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د اغېزې د مخنيوي په خاطر دې يو شمېر هغه ولسوالان او امنيه قوماندانان چې خپلوان يې کاندان دي نورو سيمو ته بدل کړي .

له بلې خوا د حکومت يو شمېر سياسي مخالفينو هم د ټاکنو د امنيت او احتمالي درغليو په اړه اندېښنه ښوولې ده .

افغان حکومت د ټاکنو د امنيت پر سر د خبرو اترو په موخه د ولسمشر کرزي ، د دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو، د ټاکنو دکمېسيون د مشر ، په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي او دناټو د عمومي قوماندان په ګډون ځانګړې غونډه کړې ده .

په غونډه کې د ټاکنو لپاره پر چمتوالي ، د رای ورکولو مرکزونو ته د ټاکنيزو توکو پر رسولو او د ټاکنو د بهير د څارنې په اړه خبرې اترې شوې دي.

ولسمشر کرزي له امنيتي ادارو غوښتي چې ټولو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون شرايط برابر کړي.

Image caption ولسمشر کرزي امنيتي ادارو ته امر کړی چې په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د اغېزې د مخنيوي په خاطر دې يو شمېر هغه ولسوالان او امنيه قوماندانان چې خپلوان يې کاندان دي نورو سيمو ته بدل کړي .

نوموړي په ټاکنو کې ددولتي چارواکو د اغېزې د مخنيوي لپاره امنيتي ادارو ته امر کړی، هغه ولسوالان او امنيه قوماندان له خپلو سيمو څخه نورو ته بدل کړي چې خپلوان يې ولسي جرګې ته نوماندان دي.

په دغې غونډه کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دسرمنشي استازي سټيفن ديميستورا او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېويډ پيټرېياس له افغان حکومت سره پرخپله همکارۍ ټيڼګار کړی دی.

له بلې خوا د هرې ورځې په تېرېدو او ټاکنو ته په ور نژدې کېدو سره د افغانستان په يو شمېر سيمو کې امنيتي حالت مخ پر خرابېدو روان دی.

د کورنيو چاوزارت وياند زمری بشري وايي دوی د حالت د خرابېدو وړاندوينه کړې وه خو هومره به نه شي خراب چې ټاکنې ګډې وډې کړي :

''دا هغه څه وه چې موږ يې وړاندوينه کړې وه چې ، د هرې ورځې په تېرېدو سره چې موږ ټاکنو ته نژدې کېږو ښايي بريدونه وشي خو دا په دې مانا نه دي چې ټاکنې ګډې وډې کړي . ټاکنې يو هدف دی چې بايد دښمن پرې بريدونه وکړي او بريدونه به کېږي هم ، خو له نيکه مرغه بريدونه ‌ډېر پراخ نه دي. د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي چې له نورو امنيتي ځواکونو سره د ګډو هڅو په مرسته د ټاکنو لپاره خوندي امنيتي شرايط برابر کړي ، خو دا زموږ په وس او زور پسې تړلې ده.''

Image caption د تېرکال په ولسمشريزو ټاکنو دولسمشر کرزي سيال عبدالله عبدالله وايي حکومت په دې کې پاتې راغلی چې خلکو ته د رای ورکولو فرصت برابرکړي او د رڼو ټاکنو کېدو ته لاره هواره کړي

له بلې خوا د ټاکنو له را نژدې کېدو سره د هېواد د امنيتي حالاتو خرابتيا د حکومت يو شمېر سياسي مخالفين هم اندېښن کړي دي.

د تېرکال په ولسمشريزو ټاکنو دولسمشر کرزي سيال عبدالله عبدالله وايي حکومت په دې کې پاتې راغلی چې خلکو ته د رای ورکولو فرصت برابرکړي او د رڼو ټاکنو کېدو ته لاره هواره کړي :

''ټاکنې داسې مهال کېږي چې امنيت نور هم خراب شوی ، د ټاکنو په سيسټم کې لازم او کافي اصلاحات نه دي راغلي ، د خلکو له شکايتونو سره ډېر سرسري چلند کېږي چې تاسې يې هم په رسنيو کې وينیء. په حقيقت کې داسې کومه مرجع نشته چې خلک ورشي او خپله ستونزه ورسره شريکه کړي. د درغليو شونتياوې هم شته خو بيا هم زموږ تمه داده چې په پاتې ورځو کې که خدای کول ددغو درغليو مخه يواځې د افغانستان خلک نيولای شي.''

له دې سره همهاله د ټاکنو کمېسون وايي د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رای ورکولو د مرکزونو ليست وروستۍ پڼه خپله کړې ده.

ددغه کمېسيون چارواکي وايي دامنيتي ادارو د ډاډ پر بنسټ به د ټاکنو پر ورځ د رای ورکولو 5897 مرکزونه پرانيستي وي .

کمېسيون وايي داسې هېڅ ولايت نشته چې هلته په بشپړه توګه ټاکنې و نه شي خو دا مني چې په پېنځه ويشتو ولايتونو کې به لا هم درای ورکولو سلګونه مرکزونه تړلي پاتې شي .

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د وږي پر اووه ويشتمه وشي .

ورته مطالب