د کونړ ډاکټرانو د ډاکټر په وهلو احتجاج وکړ

احتجاج کوونکي ډاکټران
Image caption د اسداباد د روغتون ډاکټران وايي په دغه ډول بېړنيو او د ګڼې ګوڼې حالاتو کې دوې اړ دي چې دوه دوه ناروغان يوځاى وپالي.

د کونړ د روغتون ډاکترانو وروسته له هغه له روغتون نه د والي تر دفتره د احتجاج په ډول لاريون او کار بنديز وکړ چې ويل ېې تېره شپه د ولايتي شورا رييس حاجي ميا حسن ډاکټران ګواښلي او يو یې وهلی ډبولى.

دډاکټرانو او ولايتي شورا د ریيس ترمنځ تريګلتيا په دې رامنځ ته شوه چې تيره ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ کې چې دده کلى دى د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ نښته کې د چارواکو په وينا د ١٥په شاو خواکې ماشومان ټپيان شول.

چارواکي وايي د بهرنيوځواکونوپه يوه پوځي ګاډي کې اور لګېدلى و کله چې کوچنيان تري راتاو شول پکي شته مرمۍ وچاودېدې اودومره ډېرشمېرکوچنيان يې ټپيان کړل.

د پيښې ټول ټپيان د اسد اباد روغتون ته راوړل شول.

د اسداباد د روغتون ډاکټران وايي په دغه ډول بېړنيو او د ګڼې ګوڼې حالاتو کې دوې اړ دي چې دوه دوه ناروغان يوځاى وپالي.

ډاکټران وايي د ولايتي شورا ریيس له ډاکټرانو غوښتل چې هريو ټپي ته بېل بېل کټ ورکړل شي.

ډاکټر فيض الله وايي هڅه يې کوله چې د شورا ريیس قانع کړي خو هغه او ساتونکي یې پرې وارونه وکړل.

د روغتون ټول کارکوونکي او ډاکتران چې د احتجاج په ډول د کونړ والي ته ورغلي وو. غوښتل چې د ولايتي شورا له مشر نه دې د ډاکټرانو د سپکاوي پوښتنه وشي.

د ولا يتي شورا ريس وايي د يوه ډاکټر سره یې مخ شوکى کړى خو دى ېې دومره لوي نه بولي.

د کونړ والي د ولايتي شورا او ډاکټرانو ترمنځ د ترينګلتيا د راکمولو په هڅه لګيا دى او له ډاکټرانو غواړي چې د ناروغانو درملنې ته د مخکې په څېر ودرېږې.

د دغې شخړې سټه په ټوله کې د روغتون د چاپېر يال تنګوالى ښوول کېږي چې په اوس وخت کې د ځاى د نشتوالي له امله د شته ناروغانو د ځايېدو جوګه نه دى او په بېړنيو حالاتو کې خو پکې د پښې د اېښودو ځای هم نه وي.