بې پولې خبریالان: د حامد نوري قاتلین ونیسئ

ښاغلی نوري
Image caption ښاغلی نوري په کابل کې له خپل کور بهر په چړو وژل شوی.

د بي پولې خبريالانو ټولنې پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبريال حامد نوري وژونکي سملاسي گير او محاکمه کړي.

دغې ټولنې له وړاندې د افغان خبريالانو د ژوند د خونديتوب په اړه اندېښنه ښوولې او ټينگار يې دا دى چې د خبريالانو امنيت برابر نه دى.

په افغانستان کې د خبريالانو ټولنو هم له امنيتي ځواکونو د حامد نوري قاتلينو ته د سزا د ورکولو او د خپل امنيت ټينگېدو غوښتنه کړي.

د نور کله په څېر د يوه بل افغان خبريال تر وژنې وروسته د خبريالانو د ټولنو اندېښنې را پورته شوې او په دې لړ کې يو ځل بيا د خبريالانو د امنيت د خونديتوب لپاره د کلکو گامونو د پورته کېدو غږونه له هر پلوه را پورته شول.

د بې پولې خبريالانو ټولنې په يوه خپره کړې اعلاميه کې د خبريال او وياند حامد نوري وژنه په کلکه غندلې او ددغه وژل شوي خبريال د وژونکو د نيولو او هغوى ته د سزا ورکولو غوښتنه يې کړې.

سره له دې چې تر اوسه ددغه افغان خبريال او وياند د وژل کيدو انگيزه او لامل نه دى معلوم خود بې پولې خبريالانو ټولنه ويلي چې دغه وژنه د مسلکي وژونکو په مټ تر سره شوې.

پر دې سربيره د حامد نوري وژل کېدل په پراخه کچه په کور د ننه د خبري رسنيو د کار کوونکو او د خبريالانو د ټولنو لخوا غندل شوي.

د دوى اندېښنه داده چې د نا امنيو په زياتېدو سره ددوى په وړاندې هم گواښونه او خنډونه زيات شوي. افغان خبريالان له امنيتي ادارو غواړي چې د حامد نوري د قاتلينو پر نيولو سربېره د دوى د ژوند خوندي کېدو ته پام زيات کړي.

افغان امنيتي ځواکونو ته ولسمشر حامد کرزي د بېړنيو هر اړخيزو پلټنو لارښونه کړې او خپله کلکه خواشيني يې په ډاگه کړې.

دارنگه افغان چارواکي وايي چې د خبريالانو د خونديتوب هڅې کوي او يادونه يې داده چې که افغان خبريالان د امنيت له اړخه کومه مرسته وغواړي ورته برابره به يې کړي.

حامد نوري ته نژدې او د هغه نژدې ملګرو خبریالانو ويلي چې هغه له هېچا سره څه دښمني نه لرله.

ښاغلی نوری د افغانستان د خبریالانو د یوې ټولنې مرستیال هم و.

د خبریالانو د اتحادیې مشر عبدالحمید مبارز بي بي سي ته وویل دا یوه ډېره خواشينوونکې پېښه ده.

حامد نوري څو کاله د افغانستان په دولتي رسنیو کې د خبریال په توګه کار کړی.

هغه په دې وروستیو کې د ملي تلوېزيون د خبریال په توګه دنده ترسره کوله.